ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د چلښت ډاډ ورکړ

د ننګرهار والي د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د چلښت ډاډ ورکړ

author avatar
26 Jun 2018 - 11:55
د ننګرهار والي د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د چلښت ډاډ ورکړ
author avatar
26 Jun 2018 - 11:55

جلال اباد (پژواک،۵ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار والي وايي چې په دغه ولايت کې د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د چلښت لپاره يې په ځانګړو او اساسي حل لارو غور پيل کړی او ډېر ژر به يې عملي چارې پيل کړي.

بلخوا د جلال اباد ښاريان، ولايتي شورا او د نظر خاوندان د ولايتي ادارې دغه تازه څرګندونې تر ډېره د باور وړ نه ګڼي او د تېرو هغو ژمنو په څېر يې ګڼي، چې ولايتي ادارې دغه ولايت کې د کلدارو د چلښت د مخنيوي لپاره په ځلونو کړې وې.

حيات الله حيات دا څرګندونې له پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال وکړې او زياته يې کړه چې په نويو طرحو کې تر ډېره پر دې غور روان دی چې عامو خلکو ته يې زيان ونه رسېږي.

هغه زياته کړه، دغه ولايت او په ځانګړي ډول جلال اباد ښار کې د کلدارو د مخنيوي په برخه کې جدي دی؛ خو غواړي چې د پخوا په توپیر سره په اساسي ډول په دې ښار کې د افغانیو چلښت دود کړي؛ خو په داسې شکل چې بې وزله خلکو ته یې زیان ونه رسیږي .

دى وايي : ((موږ لومړی د سوداګرو،اصنافو،کسبګرو او صرافۍ اتحادیو مسوولینو سره د افغانیو د دودولو په موخه پايله تر لاسه کوو،له هغه وروسته د ښاریانو او په ټوله کې د ننګرهاریانو د ژمنتیا تر لاسه کولو او ذهنیت جوړولو په موخه کار کوو او وروسته به په دې ښار کې یواځې او یواځې د افغانیو د چلښت وروستۍ پرېکړه کوو.))

د نوموړي په وينا، د دغه نوي کمپاين توپير به له نورو سره دا وي چې له سرغړونکو سره به يې تر ټولو سخت قانوني چلند وشي او پر وړاندې به يې هېڅ واسطه نه منل کېږي.

والي دا هم وويل،په دې موخه چې په دغه برخه کې د ژر اقدام زیان یواځې بې وزله کسانو ته ونه رسېږي او له پخوانیو تجربو څخه به هم ګټې واخیستل شي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې د افغانيو چلښت په دودولو کې ورسره همکاري وکړي او ټينګار يې وکړ چې پرته د خلکو له همکارۍ د کلدارو د چلښت مخنيوی ناشونی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي، مدني ټولنې، ولايتي شورا او د نظر خاوندان که څه هم د ولايتي ادارې دغه تازه ژمنې ته يو څه  هيله مند دي؛ خو وايي، تر هغه وخته چې دوی عمل ونه ګوري دا ځل باور نه کوي.

مدني فعال او د نظر خاوند ډاکټر نجيب الله صاحب زاده پژواک ته وويل، د کلدارو د چلښت  مخنيوى د ولايتي ادارې مسووليت دی او ټول خلک ورسره په دغه برخه کې همکار دي؛ خو دلته جديت موجود نه دی.

نوموړي زياته کړه:(( د ولایت له رهبرۍ مننه چې د افغانیو د بشپړ دودولو موضوع يې له امنيتي پلان وروسته په اداري کاري لومړيتوبونوکې ځای پرځای کړه، امید لرو په دې اړوند کوټلي اقدامات به د ملي هویت حق خوندي کړي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اسرار الله مراد هم د ولايت مقام دغه اقدام ستايي؛ خو وايي، په دغه برخه کې بايد دا ځل له جديت کار واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.