جلال اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٧): د نورستان ولايت په وانټ ويګل ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد پرمهال شپږ ملکي وګړي او څلور وسله وال طالبان وژلي دي.
د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې بهرنيو ځواکونو د وانټ ويګل ولسوالۍ په دايګل سيمه کې هوايي بريد ترسره کړی دی.
هغه وايي، ملکي وګړي او وسله وال د يو ټپي وسله وال پوښتنې ته ورټول شوي و چې بهرنيو ځواکونو پرې بريد کړی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې لس کسان وژل شوي، چې شپږ يې ملکي وګړي دي.
دغه راز د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند هم پژواک سره د خبرو پرمهال د بهرنيو ځواکونو بريد تاييد کړ.
هغه وويل، بريد کې يوولس کسان وژل شوي چې شپږ يې بې وسلې کسان دي.
دی وايي، معلومه نه ده چې بې وسلې کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال مخالفين، خو وايي چې په تړاو يې څېړنه روانه ده.
د دولت وسله والو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن