ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ازرې ولسوالۍ کې  د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې

په ازرې ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
26 Jun 2018 - 11:31
په ازرې ولسوالۍ کې  د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
26 Jun 2018 - 11:31

پل علم(پژاوک،٥چنګاښ٩٧): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د څه باندې ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د رضاخېلو په نوم د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې نن د چنګاښ په پنځمه پيل شوې.

د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې مديريت چارواکو، دیني عالمانو، قومي مخورو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د لوګر د پوهنې ريیس عبدالوکیل کلیوال د دې ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب پژواک ته وویل چې دغه ښوونځی به لس درسي ټولګي، دوه اداري خونې،د احاطې دېوال،د لمریزې برېښنا سیستم،د اوبو څښلو څاه، پنځه مجهز تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې ولري.

عرب زیاته کړه،د دغې ودانۍ پر جوړېدو څه باندې څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د هېواد له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي.

دى وایي چې د یاد ښوونځي کار به د دوولسو میاشتو په موده کې بشپړ شي، چې په جوړېدو سره به يې پنځه سوه زده کوونکي د ودانۍ خاوندان شي .

همدارنګه د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي لطف الله پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د رضاخېلو سيمې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.

ده وويل: (( دا ډېر ښه کار وشو چې دغه ښوونځى جوړېږي، هم به شاګردان ښه درس و وايي او هم به يې امنيت تامين شي.))

هغه وویل چې په ازرې ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱ بېلا بېل تعلیمي مرکزونه شته چې له دې شمېرې څخه ۱۴ یې ودانۍ نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ولسوالۍ ځایي مخورو څو ورځې مخکې د ښوونځیو جوړولو لپاره ۱۵ جریبه ځمکه هم ورکړې ده.

د يادونې ده چې ازره د لوګر تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٦کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.