ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- هرات لار  د سپرليو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د کابل- هرات لار د سپرليو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

author avatar
27 Jun 2018 - 11:30
د کابل- هرات لار  د سپرليو موټرو پر مخ پرانیستل شوه
author avatar
27 Jun 2018 - 11:30

کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷): د کندهار- کابل او کندهار- هرات لارې چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له خوا د مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وې، پرانیستل شوې.

نن سهار بېرته پر دغو لارو د مسافرو تګ راتګ پيل شوی دی.

په کندهار کې د میرویس نیکه بس ترانسپورټي شرکت یوه مسوول محمد ادریس پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې شپې راهیسې لارې بېرته خلاصې شوې او نن له کندهار څخه لسګونه موټر کابل او هرات ته تللي دي.

دی وايي، تېره شپه چې څنګه د لارې د بېرته خلاصېدو اوازې خپرې شوې، نو د ټکټونو پلور هم پيل شو.

د ده په خبره، پر دغو لارو د پخوا په څېر تګ راتګ عادى دى او تر دې مهاله موټر چلوونکي او مسافر له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي .

نوموړي وویل، وړمه شپه وسله والو طالبانو د ټيلېفون له لارې ټولو ترانسپورټي شرکتونو ته خبر ورکړ چې د کندهار- کابل او کندهار- هرات پر لویو لارو تر هغه دې سفر نه کوي چې بېرته یې خبر نه وي ورکړی.

هغه زیاته کړه، له همدې امله تېره ورځ له کندهار څخه هرات او کابل ته هیڅ د سپرلۍ موټر تګ راتګ نه دی کړی.

د عبدالمجید په نوم یو مسافر چې تېره شپه يې له کندهاره کابل ته په ۳۰۳ موټر کې سفر کړی، پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا اوس کابل ته رسېدلی او په لاره کې کومه ستونزه نه وه.

دی وايي، کابل ته نږدې په وردګو کې وسله والو طالبانو یو پول الوځولی چې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی زیاتوي، پر دغه لاره اویا سلنه پلونه او پولګوټي له منځه وړل شوي او لاره سخته خرابه ده، دا د دولت مسوولیت دی چې هم د لارې جوړولو ته پاملرنه وکړي او هم یې امنیت ساتلو ته.

په دې اړه مو یول ځل بیا هڅه وکړه چې د ترانسپورټ ریاست نظر واخلو خو بریالي نه شوو.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې لاره خلاصه ده او خلکو او ترانسپورټي شرکتونو ته هیڅ راز ستونزه نشته او ازادانه تګ راتګ کولای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.