ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د هلمند د سولې کاروان: که يوناما د سولې په راوستو کې ګام وانخلي، دروازه يې بندوو

​د هلمند د سولې کاروان: که يوناما د سولې په راوستو کې ګام وانخلي، دروازه يې بندوو

author avatar
27 Jun 2018 - 19:12
​د هلمند د سولې کاروان: که يوناما د سولې په راوستو کې ګام وانخلي، دروازه يې بندوو
author avatar
27 Jun 2018 - 19:12

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ۹۷): د هلمند د سولې کاروان چې نن يې د امريکا سفارت مخې ته پرلت پيل کړ، ګواښ وکړ، که ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره عملي ګام وانخلي، د يوناما دفتر دروازه به وتړي.

دا کاروان په ٣٨ ورځو کې  د شا وخوا ۷۰۰ کيلو متره پلي تګ او د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸مه  کابل ته را ورسېد او ولسمشر د دوی د ليدنې لپاره د کابل ښار حضوري چمن ته لاړ او د هغوی له ياد سوله غوښتونکي مدني حرکت څخه يې ملاتړ وکړ.

تر دې وروسته څلور ورځې مخکې (د چنګاښ ٣مه) د دې کاروان غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو  (يوناما) دفتر مخې ته پرلت پيل کړ او له دې سازمان څخه يې د سولې په ټينګښت کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د سولې کاروان غړو، نن د يوناما د دفتر له مخې څخه پرلت پاى ته ورساوه او د امريکا سفارت مخې ته لاړل او هلته يې پرلت پيل کړ.

د دې کاروان غړي پاچا خان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين دوه بجې د يوناما دفتر مخې ته يې پرلت پاى ته ورساوه، خو د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي ته د دوى له خوا ليکل شوى ليک يې د يوناما مسوولينو ته وسپاره.

په دې ليک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې جدي ګام پورته کړي.

په ليک کې راغلي: "دا چې ملګري ملتونه په کال ۱۹۴۵ زېږديږ کال کي دا امن راوستلو لپاره رامنځ ته شوي او په کال ۱۹۴۶ زېږديږ کال کې افغانستان ځکه د دې سازمان غړيتوب ترلاسه کړ چې په بده ورځ يې لاسنيوی وکړي؛ اوس موږ تر ټولو په بده ورځ کې يو، کورنۍ جګړه مو کوڅه په کوڅه د بديو تر بريده رسېدلې ده."

په ليک کې زياته شوې، زموږ ولس غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه بايد لومړيتوبونه وپېژني، موږ اوس د قلم، کتابچې، خېمې او نورو اړتياوو تر مخه روغې جوړې، سولې او ثبات ته اړتيا لرو. افغان ولس له تاسو ځکه خپه دی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې مو خپله اصلي دنده چې امن راوستل و، تر سره نه کړه. له ګاونډيو هېوادونو سره مو د امن په ارتباط زموږ اړيکې راجوړې نه کړې، د ګاونډيو هېوادونو ښکاره پوځي مداخلو په وړاندې مو زموږ ننګه ونه کړه. په دې اساس مو موږ مجبور کړو چې د دروازې مخې ته مو د افغاني دود له مخې د بې وسۍ چهارزانو ووهله، څو په دې سازمان کې غړي هېوادونه د دې خوار ملت مرسته وکړي.

په ليک کې راغلي: "زموږ ملت نور عملاً سوله غواړي او دا سوله ستاسو په لاس کې ده. موږ باوجود د دې ټول زغم سره بيا هم باور لرو چې تاسو به د افغانستان د امن لپاره عملاً ګامونه اخلئ. که خدای مه کړه بيا هم افغان ملت ستاسو د سازمان واضح عملي ګام د امن راوستلو په ارتباط ونه ليده، نو مجبورېږو چې بل ځل ستاسو دروازه ستاسو د کارونو پر مخ وتړو. زموږ باور مه راماتوئ، موږ نور پر مخ مه وهئ."

د هلمند د سولې کاروان د غړي پاچا خان د معلوماتو پربنسټ، د دې پرېکړه ليک له صادرولو وروسته، نن ماسپښين په کابل کې د امريکا سفارت مخې ته لاړل او هلته يې په مسعود څلور لاره کې د سولې غوښتلو په خاطر پرلت پيل کړ.

ده زياته کړه چې له دې تحصن څخه يې موخه د امريکا متحدو ايالاتو پر حکومت فشار راوړل دي چې په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسوي او سوله ټينګه کړي.

تر دې مخکې د دې کاروان يوه بل غړي خيبر اقبال ويلي و چې د پاکستان، ايران او روسيې سفارتونو مخې ته به هم پرلتونه ووهي، ترڅو يادو هېوادونو ته خپل غږ ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.