ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره دغالۍ اوبدلو ماشین الاتو مرسته وشوه

بغلان کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره دغالۍ اوبدلو ماشین الاتو مرسته وشوه

author avatar
27 Jun 2018 - 19:26
بغلان کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره دغالۍ اوبدلو ماشین الاتو مرسته وشوه
author avatar
27 Jun 2018 - 19:26

پلخمري (پژواک ٦ چنګاښ ٩٧): په بغلان کې د دولس نيم ميليونه افغانيو په لګښت له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره د غالۍ اوبدلو ماشین الاتو مرسته وشوه.

د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس انجنیر اول خان احمدزي يادو شويو کورنیو ته د غالۍ اوبدلو ماشین الاتو د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لاسي صنایعو پروګرام له مخې هغو تازه راستنو شوو کورنیو ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې د غالۍ اوبدلو کار کاوه او په خپل هېواد کې وزګار وو، د کاري زمینې برابرولو او کلیوالي لاسي صنایعو د ودې او بیا دود په موخه ورته د غالیو اوبدلو ماشین الات برابر کړل چې دغه کورنۍ د هېواد دننه غالۍ تولید کړي.

ده زياته کړه: ((د غالیو اوبدلو په هر یو ماشین کې درې تنه عملاً په کار بوختیږي چې د دغه لومړي پلي شوي پروګرام له مخې ۱۵۰۰ تنو ته په کې په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې چې ۹۰ سلنه یې ښځې دي.))

د هغه په وينا، یاد پروګرام اوسمهال د بغلان په مرکز پلخمري او د دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې ترسره شو او که د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د یادې برخې راستنې شوې کډوالې کورنۍ وي، د بل پلان له مخې به ورته په همدې برخه کې د کار کولو زمینه برابره کړي.

په بغلان کې د کلیوالي لاسي صنایعو پرمختیايي پروګرام مسوول عبدالصمد همکار هم پژواک ته وویل، د غالیو اوبدلو ماشین الات هغو بېوزلو کورنیو ته وېشل کېږي چې د غالیو اوبدلو يې زده دي، خو د سامان الاتو د اخيستو توان نه لري.

ده زياته کړه، د دې پروژې ټول لګښت دولس نيم ميليونه افغانۍ دى.

د هغه په خبره، دوی یواځې یو ځل دغو کورنیو سره یاده مرسته کوي، له دې وروسته د غالیو تولید خصوصي سوداګریز شرکت ته ور معرفي کېږي چې د تولید شویو غالیو لپاره ورته کورنۍ او بهرنۍ مارکېټ پیدا کړي.

په شمال ختیځ زون کې د افغاني غالۍ د اخيستو خصوصي سوداګریز شرکت استازي صالح محمد د کلیوالي لاسي صنایعو د تازه پیل شوي یاد پروګرام په اړه پژواک اژانس ته وویل، د کلیو د پراختیا ریاست غالۍ اوبدونکو ته یواځې یو ځل د غالۍ اوبدلو ماشین الات او نور خام مواد ورکوي، له دې وروسته به د دوی شرکت یادو کورنیو ته خام مواد او د غالۍ اوبدلو فرمایش ورکوي او ورته به په کوردننه او بهر د پلور مارکېټ برابروي.

نوموړي زياته کړه، دا د افغانۍ غالیو لپاره تر ټولو ښه ګام ځکه دی چې پخوا دغو کورنیو په نورو هېوادونو کې غالۍ اوبدلې او هم د هغو هېوادونو په نوم پلورل کېدې؛ اوس به ټولې اوبدل شوې غالۍ د افغانستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادریږي چې د افغانستان لپاره ښه زېری دی.

 بی بی نفیسه چې تېر کال له ګاونډي پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنه شوې، د غالۍ اوبدلو ماشین الاتو د ترلاسه کولو پرمهال يې پژواک ته وویل: ((پاکستان کې مې ۸ کاله د غالۍ اوبدلو کار کړی، زه او د کورنۍ نور غړي مې د غالۍ اوبدلو پخه تجربه لرو، که ماشین او خام مواد راکړل شي، کولای شو له همدې لارې د خپل کور ټول مصارف پوره کړو.))

هغه وايي، له یو کال راهیسې یې ټوله کورنۍ وزګاره وه او تر دې دمه هیچا ورسره د کار پیدا کولو په برخه کې هیڅ ډول مرسته او لارښوونه نه ده کړې؛ اوس چې یې د خپل پلرني کسب ماشین الات تر لاسه کړل، خوشحاله ده چې ژوند به یې بېرته ښه او بسیا شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.