ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درنو کارونو ته اړ شوي زرګونه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي

درنو کارونو ته اړ شوي زرګونه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي

author avatar
27 Jun 2018 - 11:14
درنو کارونو ته اړ شوي زرګونه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي
author avatar
27 Jun 2018 - 11:14

کندهار (پژواک، ٦چنګاښ ۹۷): که له یوې خوا روانې جګړې، داخلي بې ځایه کېدنې او غربت ماشومان درنو او شاقه کارونو ته اړ کړي او ورځ تر بلې یې شمېر ډېرېږي نو له بله پلوه دغه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي.

که څه هم کومه کره سروې نه ده شوې خو د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې د شته نفوس ۲ سلنه جوړوي.

ستونزه دا ده چې د دغه راز ماشومانو په شمېر کې ورځ تر بلې ډېروالی راځي چې د جنسي ځورونې او انساني قاچاق په اړه یې اندېښنې هم ډېرې جدي دي.

دیارلس کلن ګل احمد هغه ماشوم دی چې تازه یې د کندهار ښار د موټرو په یوه ترمیم ځای کې د ورځې د پنځوس افغانیو په بدل کې کار پيل کړی دی.

دغه ماشوم پژواک خبري اژانس ته وویل، کورنۍ یې څو میاشتې وړاندې د جګړې او نا امنۍ له امله له معروف ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته را کډواله شوې ده.

دی وايي، په پیل کې یې کورنۍ (مور او پلار) نه غوښتل دی کار وکړي خو دا چې هغوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو، بله لاره پاتې نه شوه او مجبوراً یې هغه کار ته ولېږه.

د احمد په خبره، هغه کار چې دی یې کوي، ډېر سخت دی، سهار له لمر ختو مخکې له کوره راوځي، کار ته ځي او له لمر ډوبېدو سره له پنځوسو افغانیو سره یو ځای کور ته ځي.

دی وايي، یوازې د درانه کار له بوج سره مخ نه دی، بلکې د استاد سپکې سپورې هم اوري او کله کله له بداخلاقو خلکو سره هم مخ کېږي چې ده ته بدې خبرې کوي، ناسمې غوښتنې ورڅخه کوي او دغه حالت دی سخت ځوروي.

خو د ده په خبره، له دغه حالته خپلې کورنۍ ته شکایت هم نه شي کولای؛ ځکه شرمېږي او وېرېږي.

عبدالغني یو بل څوارلس کلن ماشوم دی چې د کورنۍ غربت درنو کارونو ته اړ کړی دی.

دغه ماشوم چې پلار يې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دوه خويندې او يو کشر ورور لري او د هغوى د نفقې په خاطر مجبور شوى په یوه نانوايي کې کار وکړي.

دغه ماشوم هم پژواک اژانس ته وویل چې کار یې سخت دى او د استاد ورسره ناسم چلند کوي، سپکې سپورې ورته وايي او کله کله يې وهي او ټکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.