ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا سفیر: په افغانستان کې درې ورځنی اوربند د اوږدمهاله اوربند ښکارندويي کوي

د امریکا سفیر: په افغانستان کې درې ورځنی اوربند د اوږدمهاله اوربند ښکارندويي کوي

author avatar
27 Jun 2018 - 20:35
د امریکا سفیر: په افغانستان کې درې ورځنی اوربند د اوږدمهاله اوربند ښکارندويي کوي
author avatar
27 Jun 2018 - 20:35

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٧): په افغانستان کې د امریکا سفير د سولې او افغان ښځو د مشارکت ايتلاف له پروګرامونو څخه د ملاتړ تر څنګ د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند په افغانستان کې د سولې د راوستو او شخړې د پاى ته رسېدو لپاره هیله بښونکي وباله.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس (John Bass) نن په کابل کې د ښځو د ګډون د پراختیا د ملي پروګرام په دویم ملي پروګرام کې وویل چې امريکا په افغانستان کې له ښځو څخه ملاتړ او د بدلون په برخه کې د هغوى توانمند کولو په برخه کې ژمن دى.

نوموړي زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات له څو کلونو راهیسې د افغانستان د بریالیتوب لپاره مرستې او ملاتړ کوي او یاد بریالیتوب ته د رسېدو لپاره افغان مېرمنو ته د فرصتونو رامنځ کول او د دوی له حقونو څخه دفاع اړینه ده.

د هغه په خبره، د یو شمېر کسانو لپاره په تصمیم نیونه او د ټولنې له نورو وګړو سره د نظر تبادله کې د ښځو شتون د اندېښنې وړ دی؛ خو د هغوی شتون په ټولو برخو کې یوه اړتیا ده او باید په تصمیم نیونه کې برخه واخلي.

نوموړی زیاتوي، انسانان په ساده ډول بدلون نه مني او په یو وخت کې د بدلون رامنځ ته کېدل ممکن نه دي؛ ځکه وخت ته اړتیا لري.

نوموړي په ټينګار سره وویل، د ښځو د ساتنې په برخه کې یواځې د قوانیونو رامنځ ته کول بسنه نه کوي؛ بلکې دا قوانین باید عملي شي او هر کله چې د ځينو کسانو له لوري ترې سرغړونه وشي، باید پوښتنه ورڅخه وشي.

د امریکا سفیر زیاته کړه: ((د وروستیو دوه اوونیو حرکتونو ښکاره کړه چې بدلون ممکن دی؛ د اختر له اوربند په وړاندې غبرګون چې هېڅ تصور یې نه کېده، هغو خلکو چې له یو بل سره يې جګړه کوله، ګډ انځورونه یې وایستل، له یو بل سره کېناستل، یو ځای یې ډوډۍ وخوړله او د څو ورځو لپاره یې جګړه و دروله؛ خو ولیدل شول چې په افغانستان کې دا کار شونی دی.))

د هغه په خبره، په افغانستان کې د اوربند د نوي والي او بدلوالي په پار په داسې حال کې چې یو عادي بشري امر دی او افغانانو نه وو تجربه کړی، د اندېښنې وړ او ډاروونکی وو؛ خو د اختر په درې ورځو اوربند څخه ښکاره شوه چې بدلون شونی دی.

هغه وویل: ((کولای شو په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسوو او د اوربند د پراخېدو لپاره کار وکړو؛ داسې وخت وي چې تاوتریخوالی کم وي او شونې ده موږ د جګړې په تړاو بل فکر وکړو، دا چې د لنډې مودې لپاره اوربند کېږی، نو د ډېر وخت لپاره هم ممکن دی چې شرایط تغیير وکړي او تلپاتې سوله رامنځ ته شي.))

نوموړی وايي، افغانان له ډېر جنګ، تاوتریخوالي او کډوالۍ ځورېدلي دي او اوس سولې ته اړتيا لري.

د هغه به خبره، ژمنه، لید، مقاومت او ښه فرصت په یوه ټولنه کې د بدلون اړتیاوې دي او افغان مېرمنې یادې ځانګړنې  لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.