ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ځوانان : حکومت دې د قوم او ژبپالنې پروړاندې جدي مبارزه وکړي

د بغلان ځوانان : حکومت دې د قوم او ژبپالنې پروړاندې جدي مبارزه وکړي

author avatar
27 Jun 2018 - 11:36
د بغلان ځوانان : حکومت دې د قوم او ژبپالنې پروړاندې جدي مبارزه وکړي
author avatar
27 Jun 2018 - 11:36

پلخمري(پژواک،٦چنګاښ٩٧): بغلان کې يو شمېر ځوانانو له حکومت څخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي ترڅنګ د قوم او ژبپالنې پروړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د چنګاښ په شپږمه يو شمېر ځوانانو د بغلان په مرکز پلخمري کې غونډه جوړه کړې وه.

د دې ځوانانو په استازيتوب محمد داوود غمخوار وویل: (( را غونډ شوي یو چې د سړې جګړې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړ، هغه جګړه چې په کې قومونو ته سپکاوی کیږي.))  

نوموړي د چا نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې يو شمېر کسان غواړي په افغانستان کې د قومونو ترمنځ سړه جګړه رامنځته کړي چې له تودې جګړې هم خطرناکه ده.

خو ده زیاته کړه چې افغان ځوانان تر پخوا هوښیار شوي او هغو ته چې په قوم پالنه کې یې خپلې شخصي ګټې ویني او غواړي له همدې لارې واک ته ورسېږي پر وړاندې مبارزه کوي.

نوموړي له افغان ځوانانو په ټاکنو کې د برخې اخیستو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې هغو کسانو ته بايد رايه ورنه کړل شي چې د قوم او سمت په نوم هلې ځلې کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د بغلان پوهنتون استاد شجاع الدین رحماني وويل چې حکومت بايد هغه کسان له واک څخه لرې کړي چې ځانونه په يو قوم پورې منسوب ګڼي.

هغه زياته کړه: (( قوم پالونکي د ما فیايي کړیو غړي دي چې په دننه حکومت او له حکومته د باندې د قومونو ترمنځ د نفاق ریښې ځغلوي او خپلې ګټې په کې ګوري.))

د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم وويل چې د ځوانانو ترمنځ يووالى کولاى شي هېواد له دې تريخ او بحراني حالت څخه وباسي.

هغه زیاته کړه که افغان ځوانان یو موټی او حکومت يې تر شاه ټینګ ودریږي نظام به پياوړى شي او قوم پالنې ته به بيا ځاى نه وي.

بغلان دښځو چارو ریسې خدیجې یقین هم غونډې ته وینا کې د ځوانانو له دغه ګامه ستاینه وکړه او له حکومته یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي د ملاتړ غوښتنه وکړه.

یقین وویل: (( د قوم پالنې جګړه تر هر بلې جګړې خطرناکه ده چې بايد ددې جګړې مخه ونيول شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.