ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لويې پکتيا قومي مشران: له وسله والو مخالفينو سره په اوربند او سولې خبرې کوو

د لويې پکتيا قومي مشران: له وسله والو مخالفينو سره په اوربند او سولې خبرې کوو

author avatar
27 Jun 2018 - 18:43
د لويې پکتيا قومي مشران: له وسله والو مخالفينو سره په اوربند او سولې خبرې کوو
author avatar
27 Jun 2018 - 18:43

ګردېز (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٧): په ګردېز کې د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر کابو درې سوه قومي مشرانو او مخورو د دوه اړخيز اوربند او سولې د مذاکراتو په اړه ناسته او خبرې وکړې.

دوی وويل چې خلک تر وروستۍ کچې له جګړو په تنګ شوي او له وسله والو مخالفينو غواړي، که خلک او هېواد خپل بولي، نو له وژنې او تباهي دې يې لاس واخلي.

قومي مشر خاواني جهاني وويل، هيڅوک نه غواړي په هېواد کې بهرني ځواکونه واوسي، خو په خبره يې د بهرنيانو د وتلو لپاره هغه وخت زمينه برابريږي چې افغانان خپلمنځي هوکړې ته ورسېږي او نړۍ ته د قناعت له لارې د هغوی د وتلو نېټه وټاکي.

هغه وايي: ((افغانانو په تاريخ کې اشغال نه منلی او نه يې مني؛ موږ له دواړو خواوو غواړو چې اوربند بايد طولاني شي، کله چې اوربند طولاني شي، موږ او تاسو ته د خبرو، اترو او هغو شرايطو موقع راکول کېږي چې هغه خوا يې هم لري او دا خوا يې هم لري، دا د ولس حق دی.))

د لوګر قومي مشر حاجي عبدالله وويل چې سوله د ولس اساسي اړتيا ده او د هېواد هر اوسېدونکی مکلف دی چې د سولې غږ پورته کړي.

د ده په وينا، ځينې هېوادونه او کړۍ د خپلو ګټو لپاره نه غواړي د سولې پروسه مخ ته ولاړه شي او طالبانو ته په کار ده چې خپلې موخې له سياسي لارې تعقيب کړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه طالب ته داسې وايم چې د لويې پکتيا ملاتړ له لاسه مه ورکوه، دغه جرګه بې طرفه جرګه ده، په دلايلو قناعت ورکړه چې ته څه غواړې او حکومت څه غواړي؟ ګونګه جلسه به نه وي، په يو چا به غږ وکړو چې په تا کې دا کمی دی او بايد د افغان په ژبه سره وغږيږو. ته هم وايې خارجی دې نه وي، زه هم وايم خارجی دې نه وي، نو منځ کې مشکل څه دی؟ نو د دې مشکل د پيدا کولو او حل لپاره په طالب دا غږ کوم چې د سپين ږيرو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.))

د خوست قومي مشر حاجي ميرا جان روانه جګړه پردۍ بولي او وايي، افغان وسله والو طالبانو ته په کار ده چې د حالاتو حساسيت درک او د سولې رسمي خبرې پيل کړي.

ده وويل: ((دا جنګ د افغانستان د دښمنانو جنګ دی چې ولس وژني، ولس تباه کوي، په ولس انفجارونه کوي، په ولس بمبارونه کوي، له دې جنګه بايد ځان وباسو.))

قومي مخور حاجي ګلام خان وويل چې د لويې پکتيا د قومي مشرانو د اوربند او سولې دا حرکت يو خالص ولسي او ناپېيلی حرکت دی.

دى زياتوي: ((موږ دا اقدام خاص د خدای د رضا او د خپل ملت په خاطر کړی، نور نه غواړو چې ملت په جنګونو کې وسوځي او هره ورځ جنازې ووينو. موږ په دې پوهيږو چې دا جنګ زموږ نه دی، بلکې دا يو پردی جنګ دی او له پرديو هم غواړو چې په افغانستان کې دې جنګ نه کوي، موږ دوی پېژندلي، دوی دې هم ځان وپېژني.))

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، د هر هغه ولسي حرکت هرکلی کوي چې روانې جګړې ته حل پيدا کوي او د بې ثباتۍ په له منځه وړو کې مرستندوی وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.