ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: غزني کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: غزني کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
27 Jun 2018 - 14:42
چارواکي: غزني کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
27 Jun 2018 - 14:42

غزني ښار(پژواک،٦چنګاښ٩٧):دغزني امنيتي چارواکي وايي چې له افغان ځواکونو سره په جګړه، هوايي بريد او چاودنه کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولايت په ګيلان، اندړو او جغتو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د قوماندان په خبره، چې په دې بريدونو کې درې امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي چې روغتيايي وضعيت ښه دى.

دغه راز مشعل وويل چې نن سهار وختي د ناوې ولسوالۍ په ميرزا سيمه کې د طالبانو پر يو هاموې ټانګ هوايي بريد شوى دى.

ده وويل چې په پېښه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

همدارنګه قوماندان وويل چې تېره شپه طالبانو غوښتل د کابل-کندهار پر لويه لار د شهباز په سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پرځاى کړي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، دغه ماين پر طالبانو چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د شهباز د سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل: (( بېګاه دلته يوه قوي چاودنه وشوه نور يې په اړه معلومات نه لرم.))

د يادو څرګندونو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له تېرو نږدې دوه مياشتې راهيسې وسله والو طالبانو د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د غزني-پکتيکا لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.