ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په غور کې یوه ځوانه نجلی پر درو وهلې

طالبانو په غور کې یوه ځوانه نجلی پر درو وهلې

author avatar
28 Jun 2018 - 15:32
طالبانو په غور کې یوه ځوانه نجلی پر درو وهلې
author avatar
28 Jun 2018 - 15:32

فيروزکوه(پژواک،٧چنګاښ ٩٧):د غور ولایت ځايي سرچينې وايي چې د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې طالبانو یوه ځوانه نجلۍ له کور څخه د تېښتې په تور په صحرايي محکمه کې ۳۰ دُرې وهلې ده.

په هغه تازه خپره شوې ويډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې لیدل کېږي چې یوه ځوانه نجلۍ د یو شمېر کسانو له لوري چې ویل کېږي طالبان دي پر درو وهل کېږي.

د یاد ولایت د شهرک ولسوالۍ چارواکي وايي، نږدې یوه میاشت وړاندې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ د شهرک ولسوالۍ په خره سنګ سیمه کې د طالبانو د یوې ډلې د مشر ملا ګل محمد او الله ګل له لوري پر درو وهل شوې ده.

د شهرک ولسوالۍ د امنیه قوماندان ضیاالحق خشنود وايي، یاده نجلۍ طالبانو د خره سنګ په سیمه کې له کور څخه د تېښتې په تور پر درو وهلې ده.

نوموړی زیاتوي:(( یاده نجلۍ یو کال وړاندې یوه هلک ته کوژده شوې وه خو نجلۍ له کوره تښتېدلې او وروسته قومي مشرانو او سپين ږیرو طلاق ورکړی و، وروسته یې پلار د طالبانو په غوښتنه د روژې په میاشت کې ملاګل محمد او الله ګل ته وروستلې ده او لومړی یې غوښتل چې نوموړې نجلۍ سنګسار کړي، خو وروسته یې نوموړې د خاوند له کوره د تېښنې په تور ۳۰ دُرې وهلې ده او نوموړې نجلۍ اوس د دولت تر واک لاندې سیمه کې ژوند کوي.))

د سرچينې په خبره، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د خره سنګ دره له څو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.