ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د لاسي توکو نندارتون جوړ شو

پلخمري کې د لاسي توکو نندارتون جوړ شو

author avatar
28 Jun 2018 - 15:56
پلخمري کې د لاسي توکو نندارتون جوړ شو
author avatar
28 Jun 2018 - 15:56

پلخمري(پژواک،٧چنګاښ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو له لوري جوړ شوي، لاسي توکي نندارې ته وړاندې شول.

یاد نندارتون چې د پلخمري ښار په بي بي صبري بڼ کې جوړ شوی وو په کې د بغلان اوسمنګان ولایتونو لسګونو ښځینه سوداګرو برخه اخيستې وه.

د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین د نندارتون ګډونوالو ته وویل: (( زه د بغلان او سمنګان ولایتونو ښځینه سوداګرو څخه مننه کوم چې د خپلو کورنيو ستونزو په حل کې ونډه اخلي.))

هغې وویل چې افغان مېرمنې نه یواځې په جوړ شویو لاسي صنایعو خپل مصارف پوره کوي، بلکې افغان لرغونی کلتور  یې هم ژوندی ساتلی دى.

نوموړې پرمېرمنو غږ وکړ چې بغلان ښځینه سوداګرو ټولنې کې برخه واخلي او له همدې لارې خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

دغه راز په دې نندارتون کې د بغلان د استېناف څارنوالۍ ريیس نیازمحمد راسخ هم وویل چې حکومت هغه مهال ښځو ته لا ښه کار کولای شي چې منظمه حکومتداري وي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نه وي.

هغه وويل: (( موږ همدومره کولای شو چې د ښځو له حقونو دفاع وکړو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.))

دغه راز د بغلان د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي بي بي ګلچین پژواک ته وويل: (( زه د کور یوه بېسواده مېرمن یم، د کور ټول مصارف زما پرغاړه دي، زه په لاس جوړ شوي توکي پلورم او د کورنۍ ټولو غړو ته مصرف پرې برابروم.))

نوموړې زیاته کړه، هغه کورنۍ چې لاهم نه غواړي د کورنۍ په ښځینه غړو کار وکړي خپل وخت ضایع کوي او په خپل لاس نه غواړي چې د کورنۍ اقتصاد یې پیاوړی شي.

همدارنګه بي بي روشن ګل چې له سمنګان ولایت څخه یې دغه نندارتون ته په خپل لاس توکي راوړي وويل: (( زه دوه کاله کیږي چې  په سمنګان کې کلچې پخوم او د تېر ژوند په پرتله مې په روزګار کې ډېر ښه والی راغلی دى.))

دې زیاته کړه: (( زه اوس یوه کوچنۍ کارخانه لرم او په کې ۱۵ مېرمنې کار کوي، څوک چې غواړي کولاى شي په اسلامي حجاب کې بيرون ته راشي او کار وکړي.))

د يادونې ده چې بغلان کې له درې کلونو راهیسې د ښځینه سوداګرو ټولنې په کار پیل کړی چې تردې دمه په کې څلور سوه مېرمنو ځانونه ثبت کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.