ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي

په تخار کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي

author avatar
28 Jun 2018 - 12:05
په تخار کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي
author avatar
28 Jun 2018 - 12:05

تالقان(پژواک، ۷چنګاښ۹۷):ځايي چارواکي وايي چې د تخار په چاه اب ولسوالۍکې د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي پولیسو وژل شوي،دوه ټپيان او شپږ نور لادرکه دي.

د چاه اب ولسوال سیف الدین مشتاق پژواک خبري اژانس ته وايي چې د چاه اب او ینګي کلا ولسوالیو ترمنځ د یتیم تپې د سرحدي پولیسو پر پوستې د طالبانو برید له امله ۹ سرحدي پولیس وژل شوي او ۵ نور  ټپيان دي.

مشتاق وايي، تر اوسه د دغې پوستې ۹ پوليس وژل شوي او ۵ ټپيان د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوي او کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه وي.

نوموړى، د ولایت پر حکومتي چارواکو نیوکه کوي او وايي چې دوی پر دغې پوستې د طالبانو د برید له پلانه شپږ ساعته مخکې خبر وو او ددغه ولایت اړوند امنیتي چارواکي یې خبر کړي وو؛ خو په خبره یې چې په دې اړه سخته بې غوري شوې ده.

نوموړی وايي چې که په وخت دغې پوستې ته مرستندوی ځواکونه ورغلي وای، چاته به مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

په همدې مهال بیا د چاه اب ولسوالۍ یو قومي مشر انور خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پوسته کې شاوخوا ۲۴ سرحدي پولیس وو او کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر له ۱۵ هم ډېر وي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د څلورو پوستو نیولو او ۹ سرحدي پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور وايي چې د طالبانو په دغه بريد کې ١٤ سرحدي پوليس وژل شوي،دوه تنه ټپيان او شپږ نور لادرک دي.

دى زياتوي چې ددغې پوستې ټولې وسلې طالبانو له ځانه سره وړې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.