ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې نهه طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

هرات کې نهه طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
29 Jun 2018 - 11:01
هرات کې نهه طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
29 Jun 2018 - 11:01

هرات (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۷): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې نهه طالبان او د یوې ښځې په ګډون دوه ملکي وګړي د ماین په یوې چاودنه کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د چنګاښ په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه د اوبې ولسوالۍ د کوبان سیمې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

فرهاد وايي چې د طالبان له برید وروسته تر څو ساعتونو پورې جګړې دوام درلود.

هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي او دغه راز دوه پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې  ۴ موټرسایکل او څو میله بېلابېل ډول وسله هم له طالبانو ترلاسه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د هرا د والي ویاند د طالبانو له خوا د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

جیلاني فرهاد وايي چې دغه ماین د هرات د اوبې ولسوالۍ په کوبان سیمه کې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې له امله یې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.