د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بامیانو کې د دمبورې جشنواره پیل شوه

بامیانو کې د دمبورې جشنواره پیل شوه

Jun 29, 2018 - 15:13

بامیان (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۷): بامیانو کې د دمبورې جشنواره پیل شوه او ټاکل شوې په دې جشنواره کې له ټول هېواده له شلو تر دېرشو زرو کسان ګډون وکړي.

په دې جشنواره کې د لاسي صنایعو، رسامۍ او نقاشۍ تر ۲۰ ډېرې غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر وویل چې دغه جشنواره د بامیانو د فرهنګ پراخېدو، د بامیان د پېژندنې او د هزاره وو د پخوانۍ موسیقۍ (دمبورې) له هېرېدو د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه جشنواره نن پیل شوه او تر سبا به دوام ولري.

هغه زیاته کړه: ((تر اوسه زرګونه کسان راغلي او ښايي نور هم راشي او ښې ورځې به تېرې کړي.))

هغه وویل، له بده مرغه د میدان وردګو ولایت له لارې په لاره کې نا امني پر دې جشنواره منفي اغېز کړی او ډېری خلکو د پروان له لارې دغه ولایت ته ځانونه رسولي دي.

د بامیان یوه اوسېدونکي عباس د دې جشنوارې جوړول د هنري استعدادونو وده وبلله او ویې ویل، دغه جشنواره د هېوادوالو لپاره د اقتصادي ګټې تر څنګ د بامیان د هنر او فرهنګ په معرفۍ کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړه، دغه جشنواره به د بامیان په اړه خلک وپوهوي او د هېوادوالو د خوشحالۍ لامل به شي او باید د بامیان سیمه ییزه اداره د دې ډول پروګرامونو جوړولو لپاره ښې برنامې تر لاس لاندې ولري.

د دې جشنواري جوړولو مسوول محمد علي شیدا پژواک ته وویل چې د دمبورې جشنواره په درېیو برخو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه: ((په دغو درېیو برخو کې د لاسي صنایعو نندارتون، د دمبورې د هنرمندانو هنر ښودنه او سیمه ییزې لوبې شامل دي.))

هغه زیاته کړه چې بامیان ته له اوو ولایتونو د دمبورې هنرمندان راغلي او ګډون کوونکي هم له نږدې ټول هېواد څخه په ځانګړې توګه له سوېلي کندهار او هلمند څخه راغلي دي.

هغه وویل، دغه پروګرام د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه چې بامیان یو تفریحي او توریستي ولایت دی.

یوه سوداګره حلیمې رضايي پژواک ته وویل چې په دې نندارتون کې ډېری ښځو برخه اخیستې او د خپلو لاسي صنایعو په پلور سره به ښې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

هغې وویل چې د لاسي صنایعو په غرفو کې د ګلدوزۍ، خامک دوزۍ، ټغري ګوټي، تزیني توکي او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement