کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٧): د ملي امنیت شورا سلاکار د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو د قوماندان عزیزالله کاروان د وژنې قضیې د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده.
قوماندان عزيزالله تېره شپه د کابل د درېيم مکروريان په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا و وژل شو.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن وويل چې عزيزالله په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې کړې دي او زیاته یې کړه چې نوموړی يو مسلکي سرتېرى و او ډېر نور سرتېري يې هم روزلي دي.
هغه زياتوي: ((د دغه ستر وطن دوسته او وياړلي قوماندان شهادت په اوس وخت کې لويه ضايعه ده، خو د ده ملګري او د سنګر ياران به د ده له غيرت او تقدس څخه ډکه لاره په پوره مېړانه او شهامت تعقيب کړي.))
اتمر وايي چې ټولو اړوندو نظامي او کشفي ارګانونه ته يې سپارښتنه کړې چې د عزيز الله کاروان د شهادت قضيه په دقت او هر اړخيزه توګه وڅېړي، د پېښې عاملين دې تشخيص او د قانون منګولو ته وسپاري.
د يادونې ده، کاروان تر دې مخې له ٣٨ وسله والو بريدونو روغ وتلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن