جلال اباد (پژواک، ٨ چنګاښ ۹۷): ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي کسان وايي چې د ويزې اخيستلو پر مهال یې د قونسلګرۍ مسوولين د پوليسو په همکارۍ د پیسو ورکولو ته مجبوروي.
دوی زیاتوي، هره ورځ په سلګونو کسان د قونسلګرۍ مخې ته د ويزې اخيستو په موخه ورځي، خو کار د هغه چا خلاصېږي چې کمېشنکارانو ته يې پيسې ورکړې وي.
د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی ۶۰ کلن سيد يوسف وايي چې ١٧ ورځې کېږي دلته راځي خو ویزده نه ده ورکړل شوې.
هغه وویل: ((اوس پاسپورټ بېخي نادرکه شوی، هره ورځ ورپسې راځم هېڅ درک نه دى معلوم.))
دغه راز د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکی انعام الله چې د پښتورګو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، پژواک ته وويل چې دا يې ۱۳مه ورځ ده، هره ورځ راځي، ويزه ورته نه ورکول کېږي.
هغه زیات کړه: ((دلته رانه ۷۰۰۰ کلدارې غواړي او وايي که پیسې را نه کړې همداسې بې برخلیکه به ګرځې.))
ده زياته کړه، پوليس ترې پيسې غواړي او بيا يې د قونسلګرۍ کسانو ته ورکوي او له هغه وروسته ويزه ورکوي.
ظفر خان په پېښور کې افغان کډوال دی او دلته د کار لپاره راغلی، وايي، ١٤ ورځې کېږي چې مور يې مړه شوې، ويزه نه ورکول کېږي او هره ورځ قونسلګرۍ ته په همدې تمه راځي.
ظفر خان د همدغو ستونزو له امله عصبي توازن هم له لاسه ورکړی او له پژواک سره د خبرو پر مهال يې خپل ګرېوان هم څېرې کړ.
په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ويزو اخیستو لپاره راټول شوي خلک چې سپين ږيري، ځوانان، ښځې، ماشومان او حتی ناروغان هم په کې دي، وايي چې د ويزې اخيستو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او يواځې هغو کسانو ته ويزې ورکول کېږي چې کمېشنکارانو ته پيسې ورکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزی هم مني چې په جلال اباد کې له قونسلګرۍ څخه د ويزې ترلاسه کولو پر مهال ستونزې موجودې دي.
هغه له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د پاکستان قونسلګرۍ مسوولينو وروسته له هغه پر خلکو قيودات سخت کړل چې دوی يې د پيسو راټولولو اړیکې پرې کړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن