د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز د دشت ارچي د ښوونکو د روزنې مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

د کندوز د دشت ارچي د ښوونکو د روزنې مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

Jun 29, 2018 - 14:34

کندوز ښار (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ښوونکو د روزنې مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د کندوز د پوهنې رييس محمد رستم احمدي وويل چې دغه مرکز د المان هېواد په مالي مرسته د يو کال په موده کې جوړ شوى دى.

ده وويل چې د ښوونکو د روزنې پر دغه مرکز ٤٣ ميليونه افغانۍ لګول شوې او پر يو وخت د زرو زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.

د احمدي د معلوماتو له مخې، دغه مرکز ٢٤ درسي او اته اداری خونې، د اوبو عصري سيستم او نورې اسانتياوې لري.

دغه راز د دشت ارچې ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې مرکز خپله شخصي ودانۍ نه درلوده.

هغه وايي: ((کله به په يو کرايي کور کې کله به بل کې، اوس ښه شو خپله ودانۍ يې جوړه شوه، نو مشکلات به هم ورسره حل شي.))

د يادونې ده، دشت ارچې د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېری وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement