ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزيزالله کاروان خاورو ته وسپارل شو

عزيزالله کاروان خاورو ته وسپارل شو

author avatar
29 Jun 2018 - 17:06
عزيزالله کاروان خاورو ته وسپارل شو
author avatar
29 Jun 2018 - 17:06

ښرنه (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٧): د پکتيکا د پوليسو ځانګړې قطعې د وژل شوي قوماندان کورنۍ وايي چې عزیزالله کاروان د يوې خصوصي ليدنې پر مهال وژل شوى خو زیاتوي چې قاتلين يې تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

د پکتيکا د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزيزالله کاروان تېره شپه د کابل ښار په درېيم مکروريان سيمه کې په يوه وسله وال بريد کې و وژل شو او مسوولیت طالبانو پر غاړه واخيست.

د عزيزالله کاروان د جنازې په مراسمو کې چې نن له غمې مخکې د پکتیکا په اورګون کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړي ورور خانزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورور يې تېره شپه د يوې خصوصي ليدنې پر مهال وژل شوى دى.

ده وويل: ((کاروان تېره شپه چې کله په مکروريانو کې له خپل کور نه روانېده ما ورته وويل چې ما يا ساتونکي درسره بوځه خو هغه وويل چې نه څوک نه بیایم، دا يوه خصوصي ليدنه ده، يواځې خپل وياند سليم يې ځان سره بوت.))

هغه وايي چې نيم ساعت وروسته د دوى د کور تر څنګ د ډزو غږونه واروېدل شول او له معلوماتو اخیستو وروسته خبر شول چې پر کاروان برید شوی دی.

خانزاده زياته کړه: ((کله چې مو کاروان ته زنګ وکړ، ټيلېفون يې بل چا ځواب کړ، چې کله ورغلو د کور په ١٥٠ مترې کې یې پر کارون بريد شوى و چې خپله او وياند يې سليم دواړه وژل شوي وو.))

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د کاروان قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

دغه راز د کاروان د جنازې په مراسمو کې د اورګون ولسوالۍ يوه قومي مشر مولوي غازي پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر د کاروان قاتلين پيدا کړي.

هغه وايي: ((د کاروان وژل کېدل يوه لويه ضايعه ده، موږ ټول پرې ډېر خپه يو.))

دغه راز د جناز په مراسمو کې د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي وويل چې کاروان په دې سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې کړې دي.

د يادونې ده، تر دې مخې کاروان د خپلې دندې په ١٦کلنه دوره کې ٣٨ ځلې له وسله والو بريدونو روغ وتلی چې په ځينو کې ټپي شوى هم و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.