کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې واليان بايد د امنيت ټينګښت او د سولې موضوع په خپلو کاري لومړيتوبونو کې شامل کړي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د هلمند، کندهار، اروزګان، فراه، هرات، لغمان، نورستان، کونړ، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، غور، دایکنډي او ننګرهار له واليانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
دغو والیانو د یادو ولایتونو د عمومي وضعیت تر څنګ د ولسوالیو د اداري واحدونو په اړه هم ولسمشر ته راپور ورکړ.
هغوی د خپلو لاسته راوړنو تر څنګ په دغو ولایتونو کې د ستونزو، ننګونو، اړتیاوو همدارنګه د امنیتي وضعیت د ښه والي او د زیربنايي پروژو د تطبیق په خاطر د خپلو پلانونو او تازه برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل.
ولسمشر غني د دغو ولایتونو د والیانو له راپورونو اورېدو وروسته وويل چې واليان بايد د ښې حکومتولۍ په خاطر له بېلابېلو اقشارو او دیني عالمانو سره په ګډه هڅې وکړي.
غني وويل چې واليان دې د امنیت او سولې بحث په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي او په عین حال کې دې پر انکشافي او عمراني چارو هم تمرکز زیات کړي.
د يادونې ده، وړمه شپه ولسمشر محمد اشرف غني د بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بدخشان، جوزجان، سرپل او بلخ له واليانو سره ليدلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن