ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې ته د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى لېست اعلان شو

ولسي جرګې ته د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى لېست اعلان شو

author avatar
30 Jun 2018 - 12:45
ولسي جرګې ته د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى لېست اعلان شو
author avatar
30 Jun 2018 - 12:45

کابل (پژواک،٩ چنګاښ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولسي جرګې ته د شپږو ولايتونو د کانديدانو لومړنى لېست اعلان کړ او د ٢٠مېرمنو په ګډون ٨٨تنه  له دې لېست څخه لرې شوي دي.

تراوسه ولسي جرګې ته د کابل، باميان، اروزګان، نورستان، خوست او کونړ د کانديدانو لومړنى لېست اعلان شوى دى.

 ددغه لېست له مخې ، د ١٦مېرمنو په ګډون ٧٣تنه له کابل، د درې مېرمنو په ګډون اووه تنه له نورستان، درې تنه له خوست،دوه تنه له کونړ، د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه له اروزګان او يو بل تن له باميان ولايت څخه لرې شوي دي.    

 په اسنادو کې ستونزه، له ټاکنيزې ساحې بهر د ملاتړو کارتونه او د کارتونو تکرار هغه لاملونه دي چې له مخې يې د ولسي جرګې لپاره احتمالي کانديدان له لومړني لېست څخه ايستل شوي دي.

ټاکل شوې کمېسيون د نن ورځې تر پايه د نورو ولايتونو د کانديدانو لېست هم اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالبدیع صیاد وويل چې ټول تصويب شوي معيارونه په کانديدانو پلي کيږي او يواځې هغه کس لومړني لېست ته شاملېږي چې ټول شرايط يې پوره کړي وي.

 هغه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د کانديدانو په لېست کې د شاملېدونکو کسانو لپاره د جنايي فورم بشپړوالى، د سټېکر لرونکې تابعيت تذکرې درلودل  او د نه علاج وړ ناروغۍ نه درلودل په ګوته کړل.

 د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير د غبرګولي له ٥مه د غبرګولي تر ٢٢مه ټاکلى و ، خو بيا دوه ورځې نور هم تمديد شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د قانوني نوم ليکنې پرمهال ٢٤٥٤تنو ولسي جرګې ته او ٣٧٣١ تنو د ولسواليو شوراګانو ته نوم ليکنه کړې ده .

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨مه ترسره شي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.