ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې اوونۍ سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس جوړېږي

راتلونکې اوونۍ سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس جوړېږي

author avatar
30 Jun 2018 - 17:36
راتلونکې اوونۍ سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس جوړېږي
author avatar
30 Jun 2018 - 17:36

مزار شريف ( پژواک، ۹ چنګاښ ۹۷) : د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې راتلونکې اوونۍ په سعودي کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو تر منځ پرله پسې کنفرانسونه جوړېږي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطا الرحمن سليم د چنګاښ په ٩مه، د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې له مدني ټولنو، ښځو او ځوانانو سره د سولې برخه کې د هغوی د نظرياتو اخيستو په موخه جوړې شوې غونډې کې وکړې.

هغه زياته کړه، د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره نړيواله اجماع رامنځته شوې ده.

مولوي سليم وايي، د اختر په ورځو کې اوربند وښودله چې افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او نه مذهبي اړخ لري.

د سولې شورا مرستيال وويل، هېواد کې روانه جګړه نړيواله لوبه ده چې يواځې د سون توکي يې افغانان دي.

هغه که څه هم ډېر جزئيات ورنه کړل؛ خو زياته يې کړه چې د طالبانو له رهبرۍ سره په تماس کې دي او په وينا يې چې هغوی هم د سولې مذاکراتو پيل کېدو لپاره تمايلات ښودلي دي.

د سولې عالي شورا مرستيال همدا راز وويل چې د راتلونکي جولای مياشت په لسمه او يوولسمه (د چنګاښ په ٢٠مه او ٢١مه) به په سعودي عربستان کې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه دوه پرله پسې کنفرانسونه جوړ شي چې د ټولې نړۍ ديني عالمان به په کې برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د دغو کنفرانسونو څارنه د اسلامي هېوادونو نړيوال کنفرانس کوي او  په وينا يې چې اوس ټوله اسلامي نړۍ دې توافق ته رسېدلې چې د افغانستان جنګ بايد پای ته ورسېږي.

هغه له افغانانو هم وغوښتل چې هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد لاس په کار شي.

سليم اعتراف وکړ چې حکومت او سولې شورا په تېر کې ځيني نيمګړتياوې درلودې؛ خو په اړه يې ډېرى جزييات ورنه کړل.

هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې اوس  بايد له جګړې د وتلو په خاطر له نظام او سولې شورا سره خپلې طرحې شريکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.