ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو تخار کې دوه پوليس وژلي او شپږ يې ژوندي نيولي

طالبانو تخار کې دوه پوليس وژلي او شپږ يې ژوندي نيولي

author avatar
30 Jun 2018 - 11:16
طالبانو تخار کې دوه پوليس وژلي او شپږ يې ژوندي نيولي
author avatar
30 Jun 2018 - 11:16

تالقان (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٧) : وسله والو طالبانو په تخار ولايت کې د اى خانم د بندر دوه  سرحدي پوليس وژلي او شپږ يې ژوندي نيولي دي .

ددې ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه دشت کلا ولسوالۍ کې په ای خانم بندر برید کړی، ګڼ شمېر امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع دچنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار امنيتي ځواکونو له طالبانو دغه بندر بېرته نيولی، خو ۲ سرحدي پولیس یې وژلي، ۳ یې ټپيان کړي او ۶ نور يې له ځانه سره بيولي دي.

قانع وايي، طالبانو ددغه بندر د سرحدي پولیسو د کمیسارۍ ځينې موټر هم سوځولي دي.

په همدې مهال بیا د دشت کلا ښار اوسېدونکی عبدالجبار پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال اندېښنه څرګنده کړه چې ددغې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او ښار هم له سقوط سره مخ دی.

نوموړی وايي چې طالبانو درقد، ینګي کلا او خواجه بهاالدین ولسوالیو ته پر ورغلو لارو پوستې جوړې کړي او موټر تلاشي کوي .

دی وایي چې د یادو ولسوالیو لارې د دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو پر مخ تړل شوې دي.

بله خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دشت کلا ولسوالۍ کې يې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه بريد کړى، لسګونو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او شپږ يې ژوندي نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.