ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: اوربند پاى ته ورسېد، خو د سولې هڅې به دوام کوي

ولسمشر غني: اوربند پاى ته ورسېد، خو د سولې هڅې به دوام کوي

author avatar
30 Jun 2018 - 12:29
ولسمشر غني: اوربند پاى ته ورسېد، خو د سولې هڅې به دوام کوي
author avatar
30 Jun 2018 - 12:29

کابل (پژواک،٩ چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني اوربند پاى ته رسېدلى اعلان او طالبان يې بيا هم سولې ته راوبلل، ويې ويل، د سولې لپاره ملي او منطقوي اجماع شته او په سوله کې بايد د ځينو محدودو کسانو پر ځاى د ملت ګټو ته ترجيح ورکړل شي.

د دولت له خوا د روژې له ٢٧ مې د چنګاښ تر اتمې او د طالبانو له خوا د اختر په درېيو ورځو کې اوربند وشو او د اختر په درېيو ورځو کې وسله وال طالبان ښارونو او دولتي کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو ته ولاړل. خو طالبانو د اختر د درېيمې ورځې په پاى کې بېرته پر دولتي ځواکونو بريدونه پيل کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د سولې او اوربند په اړه کابل کې په خبري کنفرانس کې وويل :"اوربند خلاص شو، زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري خپل هر اړخيز عمليات وکړي. دليل يې دادى چې د سولې پلان له قوت څخه مطرح شوی وو."

ده وويل چې د دولت له خوا اوربند يو کنټرول شوې تجربه وه، جګړه روانه وه، دولتي ځواکونو د بريد ځواب ورکاوه او د تيارسۍ په حال کې وو.

 دى وايي:"که موږ دې ته په تمه واى چې د سولې هوکړه لاسليک شي او له مخې يې اوربند وشي، موږ بايد تر نامعلوم وخت پورې د ويني تويولو مخنيوي ته په تمه پاتې شوي واى."

هغه زياتوي:" پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمديد غوښتنه يې وکړه، ما همالته ځای پر ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زموږ رښتينولي او استقلاليت او د حکومت نيت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک موږ ته سوله نه شي راوستی، يواځې افغانان سوله، رفاه او امنيت راوستی شي."

 ولسمشر زياته کړه چې فساد، قانون ماتونه او جرم له تېرو لسيزو په ميراث پاتې دى، خو کلک هوډ يې کړى چې د سولې په اړه انحصار له منځه يوسي.

ده د دغه انحصار په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې برخه کې به هېڅ ډول معامله ونه شي او هېڅوک هم د ويتو حق نه لري.

غني زياته کړه چې د هر چا د افکارو ازادۍ په درناوي بايد د ملت ګټې تل د ځينو محدودو کسانو پر ګټو ترجيح ولري.

دى وايي چې د سولې هوکړه په پټه نه شي کېداى، د افغانستان د سولې سياست هم پرانيستى او د خبرو سياست دى، اوربند يې هم ديني او اسلامي مشروعيت درلود او له همدې امله د خلکو او نړۍ له تاوده هرکلي سره مخ شو.

 هغه وويل چې د اوربند، سولې او د سولې هوکړې تر منځ بېلوالى اړين دى او کله چې افغانان د سولې هوکړې ته ورسيږي، هوکړه بيا تاييد او تصويب ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ځنيو غړو ويلي چې د سولې د پروسې په اړه بايد حکومت ورسره معلومات شريک کړي واى. دغه راز ځينو کسانو د حکومت د سولې پر پروسې نيوکې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.