ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې  لسګونه زده کوونکي او ښوونکي مسموم شوي

کابل ښار کې لسګونه زده کوونکي او ښوونکي مسموم شوي

author avatar
30 Jun 2018 - 15:10
کابل ښار کې  لسګونه زده کوونکي او ښوونکي مسموم شوي
author avatar
30 Jun 2018 - 15:10

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٧) : د کابل ښار په يوه ښوونځي لسګونه زده کوونکي او ښوونکي تر مسمومېدلو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت ستانکزي د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ترغرمې مخکې د کابل ښار د دوولسمې حوزې اړونده احمدشاه بابا مېنې د دهکده علم په ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د ياد ښوونځي ٦ ښوونکي او ٢٢ زده کوونکي مسموم شوي چې د پوليسو له لوري روغتون ته وړل شوي دي.

ستانکزى وايي  چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د يادې سيمې يوتن اوسېدونکي عبدالمالک پژواک اژانس ته وويل، زوى يې چې په ياد ښوونځي کې زده کوونکى دى، هم مسموم شوى دى.

هغه زياته کړه، د ښوونځي ٥٠ تنه زده کوونکي مسموم شوي وو چې ټول روغتون ته وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د مسمومېدو لامل لا نه دى څرګند، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د پوهنې وزارت وياند عبدالکبير حقمل هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې  پېښه د خصوصي ښوونځي په درېيم پوړ کې رامنځته شوې ده.

هغه پژواک ته وويل، زده کوونکو او ښوونکو يو ډول بوى حس کړى او بيا مسموم شوي دي.

حقمل وايي،  د ملي امنيت ، پوليسو او پوهنې وزارت ټيمونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم کابل او يو شمېر ولايتونو کې د مسمومېدو دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.