ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند علما: وسله وال طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري

د هلمند علما: وسله وال طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري

author avatar
1 Jul 2018 - 17:32
د هلمند علما: وسله وال طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري
author avatar
1 Jul 2018 - 17:32

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٧): د هلمند ديني عالمان، ولسي مخور او ځوانان وايي چې وسله وال طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري.

د حکومت د رسنيو له مرکز څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغوى دا څرګندونې نن د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې په کې د سولې او اوربند په تړاو د حکومت وروستي فعاليتونه او هلې ځلې بې سارې وبلل شوې او له وسله والو طالبانو هم وغوښتل شول، چې نوره جګړه پای ته ورسوي او بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

سرچينه کاږي، غونډې ته د هلمند سرپرست والي مجاهدالله صفاري وويل، افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر د سولې لپاره له هرو ممکنو لارو چارو ګټه اخلي، تر څو په هېواد کې سرتاسري سوله او امنیت ټینګ شي.

ده زیاته کړه چې د سولې د ټینګښت په موخه وروستی اوربند يو بې ساری ابتکار و، چې د افغان ملت او نړيوالو له لوري یې پراخ هرکلی او ملاتړ وشو.

نوموړي د هېواد د ديني عالمانو وروستۍ فتوا ته په اشارې سره وويل: "وسله وال مخالفين جګړې ته هيڅ شرعي دليل نه لري، ولس هم ترې د سولې غوښتنه کړې، خو هغوی د ولس دې غوښتنې ته لا تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی، له همدې امله ولس باید په خپلو سوله ییزو هڅو سره د دولت مخالفین د سولې خبرو اترو ته تشویق کړي."

په دې غونډه کې د علماوو شورا رييس مولوي خداى نظر، د ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان، د سولې شورا مرستيال عبدالاحد معصومي، ديني عالم مولوي شيخ موسوي، د مدني ټولنو په استازيتوب سلطان محمد او د ښاروالۍ مشورتي شورا په استازيتوب عبدالستار عطايي خبرې وکړې، چې پر مهال يې د سولې او اوربند په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني وروستي اقدامات بې ساري او تاريخي وبلل.

هغوى زياته کړه، افغانان له جګړې ستړي دي، د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو فتواوو او څرګندونو ته په کتو سره روانه جګړه هیڅ ډول شرعي جواز نه لري، له همدې امله طالبان باید د سولې له بهیر سره یوځای او د یو با ثباته افغانستان په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ريیس او د راغلي پلاوي مشر بريالي هلالي په خپلو خبرو کې د اوربند په تړاو وضاحت وړاندې کړ او زياته يې کړه: افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند د کمزوۍ له امله نه دی کړی، بلکې په اندونيزيا کې د يو شمېر اسلامي هېوادونو د علماوو او دغه راز په کابل کې د شاوخوا درې زرو علماوو د فتوا، د روژې او اختر ورځو د درنښت په پار پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ چې د افغانانو او نړیوالو له تود هرکلي سره مخامخ شو.

ده زياته کړه، ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو د غوښتنو په خاطر اوربند لس ورځې نور هم تمديد کړ، خو مخالفينو د ملت د غوښتنې پر خلاف خپلو جګړو او بريدونو ته دوام ورکړ.

نوموړي د هلمند د سولې ولسي کاروان ته په اشارې سره وويل، چې د سولې کاروان غړو ۷۰۰ کيلومتره پلی مزل وکړ او کابل ته په رسېدو سره ولسمشر د هغوی تود هرکلی وکړ او د سولې په اړه یې د هغوی هڅې او غوښتنې پر ځای وبللې او د پلي کېدو لپاره يې هغوی ته ډاډ ورکړ.

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د سولې د ولسي کاروان د هڅو پر وړاندې منفي غبرګون وښود.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز ريیس وويل: ((اوربند وښودله چې طالب جنګيالي هم له جګړې ستړي او سولې ته لېواله دي. د زرګونو علماوو د فتوا او څرګندونو پر بنسټ د طالبانو جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري او د یادې جګړې دوام یواځې د افغانانو وژل او د هېواد ورانول دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.