ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار نړیوال هوايي ډګر خدمات معیاري کېږي”

“د کندهار نړیوال هوايي ډګر خدمات معیاري کېږي”

author avatar
1 Jul 2018 - 11:39
“د کندهار نړیوال هوايي ډګر خدمات معیاري کېږي”
author avatar
1 Jul 2018 - 11:39

کندهار ښار  (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۷): د کندهار هوايي ډګر لپاره نوی ټاکل شوی مسوول وايي، د دغه هوايي ډګر د ستونزو څېړنه پيل شوې او خدمات به یې معیاري شي.

دغه څرګندونې محمد سمیع مومند چې تازه د دغه هوايي ډګر د مسوول په توګه ګومارل شوی، له پژواک اژانس سره په مرکه کې وکړې.

له هغه وروسته چې په پژواک کې د کندهار نړیوال هوايي ډګر د ستونزو او غیر معیاري خدماتو په اړه رپورټ خپور شو، نه یوازې د دغه هوايي ډګر لپاره نوی مسوول وټاکل شو، بلکې د هوايي چلند د رییس په مشرۍ یوه پلاوي کندهار ته سفر وکړ څو دغلته شته ستونزې وڅېړي او خدمات معیاري کړي.

مومند پژواک خبری اژانس ته وویل، د پژواک تر ياد راپور وروسته د هوايي چلند د رییس محمد شاه حبيبي په مشرۍ پلاوی وړمه ورځ کندهار ته راغلی او دغلته یې شته ستونزې وڅېړلې.

هغه زیاته کړه، مرکزي اداره به د کندهار هوايي ډګر پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې هم به دغلته خدمات معیاري کړي او هم به الوتنې پر وخت او ډېرې کړي.

د ده په خبره، ټاکل شوې ده له دغه هوايي ډګره نړیوالې الوتنې ډېرې شي څو خلک په اسانۍ تګ راتګ وکړای شي او سوداګر خپل تولیدات او محصولات تر نړیوالو مارکېټونو ورسوي.

دی وايي، له هغه وروسته چې په پژواک کې د هوايي ډګر د ستونزو په اړه رپورټ خپور شو، همدا تېره اوونۍ د مسافرو د بیګونو د لېږد پټۍ د جوړولو قرارداد لاسلیک شو چې تر راتلونکې یوې، یوې نیمې میاشتې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د مومند په خبره، په ټرمینل کې د مسافرو د انتظار ځای پر سمبالتیا کار پيل شوی چې کولرونه به په کې ولګول شي او څوکۍ به یې ډېرې او معیاري شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې په ټرمینل کې به نه یوازې شته کانتین معیاري شي، بلکې دغلته به د مسافرو د هوساینې په موخه رستورانت او کافي شاف هم جوړ شي.

دغه راز ده وویل چې د الوتنو د وختونو د معلومولو لپاره به برېښنايي سکرینونه هم ولګول شي.

د هواي ډګر تر ټرمینل پورې د مسافرو د تګ راتګ په اړه مومند وویل چې له دفاع وزارت سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د دروازې مسوولیت چې اوس له ملي اردو سره دی، پولیسو ته ولېږدوي څو مسافر په اسانۍ تګ راتګ وکړای شي.

مومند وايي، تر هغه چې دغه ستونزه هوارېږي کندهار هوايي ټرمینل کې به درې پارکینګونه (اې، بي او سي) جوړوي څو مسافرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

ده خبر ورکړ چې د الوتنو د ځنډ د مخنیوي په موخه د هوايي چلن ادارې یو سیسټم جوړ کړی چې د الوتنو د ځنډېدو او یا لغوه کېدو په صورت کې به اړوند هوايي شرکت جریمه کوي.

هغه په ټوله کې د کندهار هوايي ډګر د ټولو خدماتو د معیاري کېدو ژمنه وکړه او ویې ویل په تدریجي توګه به ټولې ستونزې هواروي، خدمات به معیاري کوي څو دغه هوايي ډګر بیا د نړۍ د هوايي ډګرونو په لړ کې خپل ځای ومومي.

د کندهار اوسېدونکو او چارواکو پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې کندهار نړیوال هوايي ډګر د هېواد له مهمو هوايي ډګرونوڅخه یو دی، خو د یوه عادي هوايي ډګر په څېر خدمات هم نه لري.

هغوی د الوتنو ځنډ، د مسافرو د سامانونو ورکېدل، چټل چاپېریال، له دې هوايي ډګره د نشه یي توکو قاچاق او په ټوله کې د اړینو نورو خدماتو نشتوالی هغه ستونزې یادې کړې وې چې د دغه هوايي ډګر نړیوال اعتبار یې زیانمن کړی دی.

 

خلکو شکایت کاوه چې تر هوايي ډګر پورې د تګ راتګ لپاره د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې ستونزې شته، د تالاشۍ سیسټم ګډوډ دی، د برېښنا سیسټم هم معیاري نه دی، ډېر مهال د بایومیټریک پر مهال ناڅاپي کمپیوټرونه بندېږي او مسافر مجبور دي په دقیقو دقیقو منتظر پاتې شي.

 

دغه راز دوی ویل چې په ترمینل کې دننه شته کانټین غیر معیاري او چټل دی، دغه راز د ناستې لپاره د کافي څوکیو او د ګرم او یخ موسم پر مهال د مسافرو د هوساینې لپاره هیڅ امکانات نشته.

 

هغوی د الوتنو له ځنډه هم شکایت کاوه او په اوسنیو شرایطو کې کندهار هوايي ډګر ان د کابل، هرات او مزار له هوايي ډګرونو سره د پرتلې وړ نه دی.

دوی شکایت کاوه چې په وار وار د کندهار هوايي ډګر په ترمینل کې د ایرکنډېشن سیسټم، کولر، پکو، څوکیو، لوډسپېکرونو، د بیګونو د برېښنايي پټې، تشنابونو او نورو د جوړولو ژمنې وشوې، خو له بده مرغه یوه هم پوره شوې نه ده.

هغوی ټینګار کاوه چې په کندهار هوايي ډګر کې د ګڼو خدماتو تر څنګ چې باید تر سره شي تر ترمینل پورې د مسافرو او نظامیانو لپاره بېلې لارې، د ترمینل مخې ته د شخصي موټرو پارکینګ، د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره جلا جلا ترمینلونه، د الوتنو د وختونو د معلومولو لپاره برېښنايي سکرینونه، په ترمینل کې دننه مجهز کانتین او مجهز رستورانټ او نور باید جوړ شي څو دغه هوايي ډګر ته نړیوال وویل شي.

خو اوس د دغه هوايي ډګر لپاره نوی ټاکل شوی امر وايي، د خلکو دا غوښتنې یې په پام کې نیولي او د دغه هوايي ډګر د معیاري کېدو او د له منځه تللي اعتبار د بیا را ژوندي کولو لپاره کار کوي.

شاوخوا درې کلونه وړاندې چارواکو ویلي وو چې کندهار هوايي ډګر به د سيمې په کچه نړيوال ترانزيټي هوايي ډګر شي، خو د دومره اوږدې مودې په تېرېدو دغلته د دې کار هیڅ څرک نه ښکاري.

هغه مهال ویل کېدل چې د کندهار هوايي ډګر ستراتيژيک موقعيت ته په کتو د يو شمېر هېوادونو الوتکې دغلته د دې لپاره ناستې کوي چې تېل واخلي، چې دغه چاره د ياد شوي هوايي ډګر ترانزيټي ارزښت نور هم زياتوي.

کندهار هوايي ډګر شاوخوا شپېته کاله وړاندې په ١٣٣٩ لمريز کال کې جوړ شوى، چې هغه مهال په سيمه کې يوازينى نړيوال هوايي ډګر ګڼل کېده.

کندهار هوايي ډګر په خپله نقشه کې ١٣ زره جريبه ځمکه لري، چې يوه برخه یې بهرنیو ځواکونو ته د يوه قانوني قرار داد له مخې ورکړل شوې او په يوه برخه کې يې د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٠٥ اتل قول اردو تاسيسات او د ځينو شرکتونو ودانۍ جوړې شوې دي.

 

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.