ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانو د هلمند د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله

مدني فعالانو د هلمند د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله

author avatar
1 Jul 2018 - 16:32
مدني فعالانو د هلمند د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله
author avatar
1 Jul 2018 - 16:32

لښکرګاه(پژواک،١٠چنګاښ٩٧): د هلمند د مدني ټولنو غړو د ناوميش ولسوالۍ د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه د دې ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله.

د ناوميش ولسوالۍ په ١٣٩٥ کال کې په مؤقت ډول سره په دايکنډي ولايت پورې اړوند شوه، خو څو ورځې وړاندې حکومت په راتلوونکو ټاکنو کې دغه ولسوالۍ په داسې حال کې بېرته هلمند پورې اړوند کړه چې د نوم ليکنې پروسه يې د دايکنډي لپاره ترسره شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د مدنې ټولنو غړو نن په مرکز لښکرګاه کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د هلمند د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال عبدالولي پتيال وويل چې څلور ورځې وړاندې د مدنې ټولنو غړو حکومت ته د يادې ستونزې د حل په موخه ويلي و خو تر اوسه يې دغه ستونزه نه ده حل کړې.

هغه وايي: (( حکومت زموږ غږ وا نه ورېده نو ځکه موږ نن د پنځو ورځو لپاره د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله.))

د نوموړي په وينا، د ناوميش ولسوالۍ ټاکنيزې چارې بايد دايکنډي پورې وتړل شي که چيرې دغه کار ونه شي د ولايت د مقام مخې ته به د تحصن خېمه هم ودروي.

دغه راز د مدنې ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې د هلمند چارواکي د ناوميش ولسوالۍ د ټاکنيزو چارو په اړه هيڅ معلومات نه لري، بايد دغه ولسوالۍ بېرته په دايکنډي پورې وتړل شي.

ده وويل: ((دا يوه سياسي لوبه ده غواړي په دې کار سره زموږ حق وخوري چې موږ اجازه نه ورکوو.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد دغه ستونزه هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست سيد احمدشاه صاحب زاده پژواک ته وويل چې ناوميش ولسوالۍ دوه کاله وړاندې په دايکنډي پورې تړل شوې ده.

هغه وايي: (( يو ځل د دې ولسوالۍ ټاکنيز مواد موږ ته را ولېږل شول، موږ بېرته رد کړل چې بيا د کندهار له لارې دايکنډي ته انتقال شول.))

د صاحب زاده په وينا، د ناوميش ولسوالۍ لپاره نه دوى مامورين ګومارلي او نه يې هم په نورو ټاکنيزو مواردو خبر دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.