ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې وغځوله

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې وغځوله

author avatar
1 Jul 2018 - 13:38
پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې وغځوله
author avatar
1 Jul 2018 - 13:38

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٧) : د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې نوره وغځوله.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ناصر المُلک پرون د خپلې کابینې د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دې د درې نورو میاشتو لپاره وغځول شي.

سرچينې زياته کړې، په غوڼده کې دغه راز پرېکړه وشوه چې د افغان کډوالو د اوږدمهاله اوسېدو یا نه اوسېدو په تړاو د پرېکړې موضوع دې راتلونکي حکومت ته پرېښودل شي.

د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د راجستر شوو افغان کډوالو قانوني موده پرون پای ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مخکني حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ميلادي کار د جون میاشتې تر پایه غځولې وه.

ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي و چې په راتلونکو دوو کلونو کې باید ټول افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي د سلواغې په ۲۶مه پلازمېنه کابل کې د کډوالو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وویل، حکومت ژمن دی چې  خپل ټول لومړیتوبونه بدل کړي، ترڅو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې څه دپاسه دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.