ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: هلمند کې ١٣طالبان وژل شوي

چارواکي: هلمند کې ١٣طالبان وژل شوي

author avatar
1 Jul 2018 - 10:57
چارواکي: هلمند کې ١٣طالبان وژل شوي
author avatar
1 Jul 2018 - 10:57

لښکرګاه(پژواک،۱۰چنګاښ۹۷): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٣طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شکمن کس نيول شوى دى.

ځواک وايي چې په دې جګړه کې څلور ميله وسلې او يو شمېر تجهيزات او يو سراچه موټر هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

دغه راز ځواک وويل چې ناوې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي دي.

ده وويل چې په ناوه کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان هم وويل چې تېره شپه د لښکرګاه په ٦١١ شهرا سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو يو سراچه موټر او دوه موټرسايکلونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همدارنګه هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو اووه پټنځايونه له منځه وړل شوي چې په ترڅ کې يې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په اوپاشک سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او دوه ټانکونه يې هم له منځه وړل شوي دي.

خو احمدي په هلمند کې د يادو نورو جګړو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.