ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د افغانستان د سولې لپاره د سیاسي اجماع  په  شتون خوښي وښوده

امریکا د افغانستان د سولې لپاره د سیاسي اجماع په شتون خوښي وښوده

author avatar
1 Jul 2018 - 19:19
امریکا د افغانستان د سولې لپاره د سیاسي اجماع  په  شتون خوښي وښوده
author avatar
1 Jul 2018 - 19:19

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٧): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیاسي اجماع له شتون څخه خوښي ښکاره کړه.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز سره د سیمه ییزو همکاریو او سولې پر برنامه خبرې کړې دي.

سرچينه کاږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د تماس نړیوال ګروپ په غونډه کې له ګډون وروسته افغانستان ته سفر کړی، په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیاسي اجماع له شتون څخه خوښي ښکاره کړه.

نوموړې وویل چې د تماس نړیوال ګروپ ناسته بریالۍ وه او پایلې يې د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره مثبتې و ارزولې.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې د برنامې او وروستیو پرمختګونو په اړه ویلز ته معلومات ورکړل او د سولې له پروسې څخه یې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه.

دواړو لورو په دې ناسته کې د سولې پروسې د بریالیتوب په موخه په سیمه ییزه او نړیواله کچه پر مهمو لارو چارو د خبرو ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د ناټو د راتلونکې ناستې لپاره پر مناسب چمتووالي او محتویاتو هم خبرې وشوې، ټاکل شوې د ناټو راتلونکې ناسته په بروکسل کې تر سره شي.

ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا او تجهیز هم خبرې وکړې، امریکايي لوري د خپلو مرستو او ملګرتیا پر دوام ټینګا وکړ. د دې ترڅنګ یې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او همکاریو څرنګوالی هم و څېړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.