د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ اوسېدونکو له حکومت او طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه

د بلخ اوسېدونکو له حکومت او طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه

Jul 01, 2018 - 19:23

مزار شريف ( پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت لسګونو اوسېدونکو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو څخه د بيا ځلي اوربند او د سولې مذاکراتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه په (جګړه بس ده) ولسې راټولېدنه کې مطرح شوه، چې نن (د چنګاښ ۱۰مه) يې په مزار شريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا تابيا نيول شوې وه.

په دغه غونډه کې د مزار شريف ښار سربېره د بلخ د څو ولسواليو، قومي مشرانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دغه پروګرام يوه سمبالوونکي او د  بلخ ادبي خوځښت غړي بختيار ځاځي وويل چې حکومت او طالبان بايد د مذاکراتو مېز ته سره کېني.

نوموړي تېره ورځ د حکومت د يو طرفه اوربند په پای ته رسېدو خواشيني وښوده او زياته يې کړه، چې د جګړې طرفونو د ولس پر دومره غوښتنو سربېره هم اوربند ته دوام ورنه کړ.

هغه زياته کړه: ((افغان حکومت او په سر کې يې ولسمشر غني د سولې په اړه خپل حسن نيت ښکاره کړی او حتی د بهرنيانو د وتلو د موضوع په اړه يې هم خبرو کولو ته امادګي ښودلې؛ خو دې برخه کې طالبانو تر اوسه  خپل مسووليت نه دی ادا کړی.))

ده وويل، طالبان بايد پوه شي چې د سولې ټولو روانو حرکتونو هغه غوښتنې مطرح کړي چې ولس يې غواړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس هم په خپلو خبرو کې د سولې راوستو برخه کې ولسي فشار مهم وباله.

افضل حديد غونډې ته په وينا کې وويل چې طالبان هم د دې وطن خلک دي او په وينا يې ټولو هغو ننګونو ته بايد حل لارې ولټول شي، چې د سولې پر وړاندې خنډ دي.

حديد زياته کړه، د سولې په موضوع او جنګ پای ته رسېدو برخه کې بايد ولس بې تفاوته پاتې نه شي او پر هغو خلکو دې فشار راوړي چې د سولې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

هغه دا هم وويل چې په افغانستان کې مېشت قومونه دې له خپلمنځيو شخړو او اختلافاتو تېر شي.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ قومي مشر ظاهر خان مومند هم د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو پر رول ټينګار وکړ.

هغه وويل چې يو شمېر طالبان حکومت کې دننه عناصرو د ناسم چلند له امله جګړې ته مجبوره شوي، چې بايد د پخلا کولو لپاره يې هڅې وشي.

نوموړي له حکومت څخه مننه وکړه چې د سولې په تړاو يې د سولې ولسي حرکتونو غوښتنې ومنلې.

هغه زياته کړه چې طالبان دې د خلکو د غوښتنو پر وړاندې نه درېږي.

د سولې په تړاو دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له خوا تمديد شوی اوربند پای ته ورساوه او ويې ويل  چې د جګړې تر څنګ به د سولې هڅو ته هم دوام ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan