فېروزکوه (پژواک، ۱۰چنګاښ ۹۷): په غورکې سیمه ییزې سرچینې وایي چې له تېرو درېیو ورځو طالبانو د دغه ولايت شهرک او دولینه ولسواليو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او څو سیمې یې نیولې دي.
په غور کې يوې سیمه ییزې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د دولینه ولسوالۍ د خواجه ګان او سلمین سیمو په ګډون، څو کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستلي دي.
یادې سرچینې زیاته کړه چې په دې جګړه کې تر اوسه له ولسي پاڅون کوونکو څخه يو تن وژل شوی او بل تن ټپی دی او درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
د غور پولیسو ویانداقبال نظامي وویل چې د خواجه ګانو سیمه نن غرمه مهال د طالبانو لاس ته ورغله.
نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو ټانکونو له سيمې شا تګ کړی، د ولسي پاڅون کوونکو یوه او شپږ طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن