د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالانو د هلمند د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله

مدني فعالانو د هلمند د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله

Jul 01, 2018 - 16:32

لښکرګاه(پژواک،١٠چنګاښ٩٧): د هلمند د مدني ټولنو غړو د ناوميش ولسوالۍ د ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه د دې ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله.

د ناوميش ولسوالۍ په ١٣٩٥ کال کې په مؤقت ډول سره په دايکنډي ولايت پورې اړوند شوه، خو څو ورځې وړاندې حکومت په راتلوونکو ټاکنو کې دغه ولسوالۍ په داسې حال کې بېرته هلمند پورې اړوند کړه چې د نوم ليکنې پروسه يې د دايکنډي لپاره ترسره شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د مدنې ټولنو غړو نن په مرکز لښکرګاه کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د هلمند د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال عبدالولي پتيال وويل چې څلور ورځې وړاندې د مدنې ټولنو غړو حکومت ته د يادې ستونزې د حل په موخه ويلي و خو تر اوسه يې دغه ستونزه نه ده حل کړې.

هغه وايي: (( حکومت زموږ غږ وا نه ورېده نو ځکه موږ نن د پنځو ورځو لپاره د ټاکنو کمېسيون دروازه د اعتراض په توګه وتړله.))

د نوموړي په وينا، د ناوميش ولسوالۍ ټاکنيزې چارې بايد دايکنډي پورې وتړل شي که چيرې دغه کار ونه شي د ولايت د مقام مخې ته به د تحصن خېمه هم ودروي.

دغه راز د مدنې ټولنې بل غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې د هلمند چارواکي د ناوميش ولسوالۍ د ټاکنيزو چارو په اړه هيڅ معلومات نه لري، بايد دغه ولسوالۍ بېرته په دايکنډي پورې وتړل شي.

ده وويل: ((دا يوه سياسي لوبه ده غواړي په دې کار سره زموږ حق وخوري چې موږ اجازه نه ورکوو.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد دغه ستونزه هواره شي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست سيد احمدشاه صاحب زاده پژواک ته وويل چې ناوميش ولسوالۍ دوه کاله وړاندې په دايکنډي پورې تړل شوې ده.

هغه وايي: (( يو ځل د دې ولسوالۍ ټاکنيز مواد موږ ته را ولېږل شول، موږ بېرته رد کړل چې بيا د کندهار له لارې دايکنډي ته انتقال شول.))

د صاحب زاده په وينا، د ناوميش ولسوالۍ لپاره نه دوى مامورين ګومارلي او نه يې هم په نورو ټاکنيزو مواردو خبر دي.

ده هم وويل چې دغه موضوع دې دوى په کابل کې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړي او هيله مند دي چې ژر ورته د حل لار پيدا شي.

نوموړي دا هم وويل چې يو شمېر اعتراض کوونکو په داسې حال کې د دې ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله چې همداوس په پنځو ولسواليو کې د تذکرو د ثبتولو لړۍ روانه ده.

هغه وايي: (( اوس يې چې د کمېسيون دروازه بنده کړه، نو په دې ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه هم بنديږي چې دا بيا يوه بله ستونزه ده.))

د يادونې ده چې هلمند په ولسي جرګه کې د دوو ښځو په ګډون اته څوکۍ لري چې د دې څوکيو لپاره د نهو ښځو په ګډون ٩٢ کسانو ورته ځانونه نوماند کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement