د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه: د "عزیزالله کاروان" وژنه دې وڅېړل شي

مشرانو جرګه: د "عزیزالله کاروان" وژنه دې وڅېړل شي

Jul 01, 2018 - 16:25

 

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): ولسي جرګې په کابل کې د پکتیکا د پولیسو د ځانګړې قطعې د قوماندان "عزیزالله کاروان" وژنه د پوښتنې وړ بولي او د پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.

د پکتیکا د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان "عزیز الله کاروان" د چنګاښ په ۸مه (د جمعې په ورځ) د کابل ښار د نهمې حوزې په فردوسي پارک کې د وسله والو کسانو له لوري ووژل شو او طالبانو یې مسوولیت پر غاړه واخیسته.

نوموړی کور ته په رخصتۍ راغلی و او غوښتل یې د درملنې په موخه له هېواده بهر ولاړ شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د یادې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، د کابل ښار په ډېره امن ساحه کې د عزیزالله کاروان وژنه د پوښتنې وړ ده او له حکومته یې د یادې پېښې د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه: ((په کابل ښار کې د ملي پولیسو د زړور افسر شهادت ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي؛ له هغې ډلې دا چې د مرکز په زړه کې دښمن څه ډول نفوذ کړی دی، ایا د نظام په دننه کې له دښمن سره د ځینو کسانو مرستو دا ډول پېښې رامنځته کړې دي؟ او بله پوښتنه دا هم ده چې ګواکي هغه دښمنان چې د اوربند پر مهال ښار ته داخل شوي، د دي ډول پېښو لپاره په ښار کې پاتې دي.))

په یاده جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعه الدین ګیانوال وویل: ((هغه کسان چې کاروان يې شهید کړی، لس وسله والو و چې چې په دوو زغروالو موټرو کې د کاروان د دروازې مخې ته راغلي دي.))

د یادې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل او د دې پېښې د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

دوی له حکومت او کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې کاروان ته د د زړورتوب مډال ورکړي.

د کشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم د یادې پېښې د غندلو تر څنګ د غونډې د داخلي امنیت او داخلي چارو کمېسیون ته امر وکړ چې په دې اړه دې څېړنه وکړي.

د مشرانو جرګې مشر هم له ولسمشر او د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې کاروان ته دې د مېړانې مډال ورکړل شي.

نوموړي سوله د افغانستان اړتیا وبلله او ويې ویل، د تپل شوې جګړې له امله هره ورځ افغانان وژل کېږي او حکومت باید د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement