ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ځانمرګي بريد د اهل هنودو په ګډون ١٩ تنه وژلي او ٢١ ټپيان کړي

ننګرهار کې ځانمرګي بريد د اهل هنودو په ګډون ١٩ تنه وژلي او ٢١ ټپيان کړي

author avatar
1 Jul 2018 - 17:05
ننګرهار کې ځانمرګي بريد د اهل هنودو په ګډون ١٩ تنه وژلي او ٢١ ټپيان کړي
author avatar
1 Jul 2018 - 17:05

درېيم تعقيب، جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ١٩ تنه وژل شوي چې زياتره يې اهل هنود دي او ٢١ نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، بريد تر غرمې وروسته ۳ بجې او ۵۰ دقيقې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ملنګ جان واټ په سيمه کې شوی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، پلي ځانمرګي بريدګر هغه مهال ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې په درېيو موټرو کې سپاره اهل هنودو غوښتل ولسمشر سره د ليدنې لپاره قصر ته لاړ شي.

ده زياته کړه، د پېښې په تړاو د دوی پلټنې روانې دي او جزئيات به يې وروسته رسنيو سره شريک شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کامه وال، پژواک ته وويل چې د پېښې له ځاى څخه دوى ته ١٩ مړي چې ١٧ تنه په کې اهل هنود دي او ٢١ تنه چې اوه تنه په کې اهل هنود دي، راوړل شوي دي.

د يادولو ده چې له اهل هنودو څخه د ولسي جرګې یواځینی کاندید اوتاز سنګ هم په دې چاودنه کې وژل شوی دى.

د دغه بريد مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

ياد بريد په داسې حال کې رامنځته شوی، چې تر بريد څو ساعته وړاندې د ننګرهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ لويه غونډه جوړه شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.