جلال اباد (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٧): ولسمشر اشرف غني له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره نن سهار جلال اباد ښار ته رسېدلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر به په دغه سفر کې د ختيځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبره کېږدي.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ ولسمشر به د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر له وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسوولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
د ولسمشر د سفر په اړه به نور جزئيات په نورو راپورونو کې خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن