ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په ننګرهار کې د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر په ننګرهار کې د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

author avatar
1 Jul 2018 - 14:12
ولسمشر په ننګرهار کې د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده
author avatar
1 Jul 2018 - 14:12

جلال اباد (پژواک،١٠ چنګاښ ٩٧) : ولسمشر اشرف غني ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال په جلال اباد ښار کې د زر بستريز روغتيايي کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ١٠مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر دغه ولايت ته د سفر پر مهال نن سهار لومړى د ياد روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

هغه زياته کړه، په دې مراسمو کې د ننګرهار والي حيات الله حيات، دعامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د خوږياڼي په وينا، دغه کمپلکس به چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستريز روغتون،د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بستره د عمومي درملنې او د درملو د ډيپوګانې ولري .

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، ختيځ روغتيايي کمپلکس (Khatiz Medical Complex)  ته په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د عامې روغتيا رياست د پلان مخې ۲۰۰جريبه ځمکه انتخاب او په ۱۳۹۴ کال کې په ملي بوديجه کې ونيول شوه.

سرچينه وايي، د بي بي فاطمة الزهرا د ولادي نسايي ۲۰۰ بستريز روغتون او د روغتيايي علومو انيستيتوت تعمير چارې د سعودي عربستان حکومت په پنځه ميليونه ډالر مالي مرسته پيل شوي، چې د تعميراتي کارونو ترڅنګ د طبي وسايلو د تکميل وروسته به رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتيا رياست وايي، د دې ترڅنګ د ۱۵۰ بستر په ظرفيت د معلولينو بيارغونې مرکز لپاره ودانۍ د سويډن موسسې په شپږ پنځوس ميليونه ډالره مرسته پيل شوې، په دې تعمير کې د سويډن حکومت په مالي مرسته د معلولينو لپاره ټول روغتيايي خدمات به عرضه شي، چې د تعميراتي چارو تکميل وروسته به ډېر ژر پر فعاليت پيل وکړي.

سرچينه وايي، د توبرکلوز د مقاومو ناروغانو ۴۰ بستريز روغتون چارې، چې د or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.