ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې يو روغتيايي مرکز بمبار شوی

په فاریاب کې يو روغتيايي مرکز بمبار شوی

author avatar
1 Jul 2018 - 17:07
په فاریاب کې يو روغتيايي مرکز بمبار شوی
author avatar
1 Jul 2018 - 17:07

میمنه (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د ملي اردو چورلکو د دغه ولایت په پښتونکوت ولسوالۍ کې یو روغتیایي کلینیک بمبار کړی دی.

د فاریاب د عامې روغتیا ادارې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د پژواک خبريال ته وويل چې نن د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې د ملي اردو چورلکو د پښتونکوټ ولسوالۍ په غارتپه سیمه کې یو روغتیايي کلینیک بمبار کړی دی.

سرچينې زیاته کړه: ((څلور راکټونه د کلينيک په ودانۍ او دېوالونو لګېدلي او لږ تر لږه شپږکسان يې وژلي او لس نور ټپيان دي چې په وژل شوو او ټپیانو کې طالبانو ته منسوب کسان هم شامل دي او د طالبانو دوه موټر هم ويجاړ شوي دي.))

له بل پلوه د فضل الله ساختماني شرکت او د غارتپه- ميمنې سړک پروژې مسوول انجينر محمدامان امین وویل چې چورلکو د دغه شرکت پر کارکوونکو برید وکړ چې په پایله کې د دغه شرکت یو لوډر سوځېدلی خو پرسونل ته زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو ډلې یوه مهم غړي په سیمه کې د یاد ودانیز شرکت د یوه لوډر سوځېدل او په کلینیک کې د ځینو ملکي خلکو مرګ ژوبله تایید کړل.

خو د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي وویل چې د پښتونکوټ ولسوالۍ غارتپه سیمې کې د هوایي برید امله ۱۰طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي او درې موټرونه یې هم له منځه تللي دي، په دې پېښه کې د دوو ملکي کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ تخته بازار سیمه کې هم د طالبانو د راغونډیدو په سیمه هوایي برید شوی دی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه راپور په لاس کې نشته.

همداراز د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند، پژواک ته وویل چې غورماچ ولسوالۍ کې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې درېیو سیمو کې هوایي بریدونه شوي چې په پایله کې پنځه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

له بل پلوه امنیتي سرچینې وايي چې نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د قشلاق تپې په ینګي کلا کې هوایي برید شوی چې په پایله کې یې د حاجي امین په نوم د طالبانو د یو مشهور قوماندان قرارګاه ویجاړه شوې خو په دغه راپور کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې د امنیتي ځواکونو له لوري توغول شوي هاوان په ینګي کلا کې څلور ښځې ټپيانې کړې چې د درملنې لپاره د میمنې ښار ته لېږدول شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د یوې ټپي شوې ښځې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.