مزار شريف ( پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت لسګونو اوسېدونکو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو څخه د بيا ځلي اوربند او د سولې مذاکراتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنه په (جګړه بس ده) ولسې راټولېدنه کې مطرح شوه، چې نن (د چنګاښ ۱۰مه) يې په مزار شريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت له خوا تابيا نيول شوې وه.
په دغه غونډه کې د مزار شريف ښار سربېره د بلخ د څو ولسواليو، قومي مشرانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د دغه پروګرام يوه سمبالوونکي او د بلخ ادبي خوځښت غړي بختيار ځاځي وويل چې حکومت او طالبان بايد د مذاکراتو مېز ته سره کېني.
نوموړي تېره ورځ د حکومت د يو طرفه اوربند په پای ته رسېدو خواشيني وښوده او زياته يې کړه، چې د جګړې طرفونو د ولس پر دومره غوښتنو سربېره هم اوربند ته دوام ورنه کړ.
هغه زياته کړه: ((افغان حکومت او په سر کې يې ولسمشر غني د سولې په اړه خپل حسن نيت ښکاره کړی او حتی د بهرنيانو د وتلو د موضوع په اړه يې هم خبرو کولو ته امادګي ښودلې؛ خو دې برخه کې طالبانو تر اوسه خپل مسووليت نه دی ادا کړی.))
ده وويل، طالبان بايد پوه شي چې د سولې ټولو روانو حرکتونو هغه غوښتنې مطرح کړي چې ولس يې غواړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس هم په خپلو خبرو کې د سولې راوستو برخه کې ولسي فشار مهم وباله.
افضل حديد غونډې ته په وينا کې وويل چې طالبان هم د دې وطن خلک دي او په وينا يې ټولو هغو ننګونو ته بايد حل لارې ولټول شي، چې د سولې پر وړاندې خنډ دي.
حديد زياته کړه، د سولې په موضوع او جنګ پای ته رسېدو برخه کې بايد ولس بې تفاوته پاتې نه شي او پر هغو خلکو دې فشار راوړي چې د سولې پر وړاندې ستونزې جوړوي.
هغه دا هم وويل چې په افغانستان کې مېشت قومونه دې له خپلمنځيو شخړو او اختلافاتو تېر شي.
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ قومي مشر ظاهر خان مومند هم د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو پر رول ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن