د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ښاريان د هوا له ککړتيا شکايت کوي

د کابل ښاريان د هوا له ککړتيا شکايت کوي

Jul 02, 2018 - 12:44

کابل (پژواک،  ۱۱چنګاښ ٩٧): د کابل ښاريان د چاپېريال له ککړېدو سخت شکايت کوي او وايي چې هوا نوره په ککړېدو ده او ناروغۍ ورسره زیاتې شوې دي.

بلخوا د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل کې د هوا ککړتيا د اندېښنې وړ ده او د مړينې او روغتيايي ستونزو پر يوه مهم عامل بدله شوې ده، خو په دې اړه يې یو لړ اقدامات هم کړي دي.

د کابل ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکى زيارت ګل وايي چې د ګرد، غبار، لوګي او پر سړکونو او لارو کوڅو کې د مرداريو له امله څوک پياده نه شي ګرځېدلى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا به خلک ډېر کم ناروغ کېدل، خو اوس هره ورځ په هرې کورنۍ کې څو کسان ناروغ وي او روغتونونو ته روان وي.

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکى ادريس احمد هم وايي چې پخوا به ملاريا او محرقه يواځې په ختيځو ولايتونو کې وو، خو اوس په کابل کې هم خلک پر ملاريا ناروغۍ اخته کېږي.

دى وايي چې هر چېرې مردارې اوبه ولاړې وې چې له امله يې د ملاريا میاشې پيدا کېږي او بيا د خلکو د ناروغۍ لامل کېږي.

د ښار د نهمی ناحيې اوسېدونکى شېراحمد عثماني بيا وايي چې د حکومت د نه کنټرول له امله زاړه موټر په ښار کې ډېر ګرځي او پر لارو لوګي خوشي کوي.

د هغه په وينا، د دغه لوګي له امله خلک پر بېلابېلو ناروغو اخته کېږي چې له امله يې د مړينې کچه هم لوړه شوې ده.

بلخوا ډاکتران هم وايي چې د چاپېريال د ککړتيا له امله بېلابېل ډول ناروغۍ رامنځته کېږي.

د کابل ښار يو ډاکتر لياقت عادل وايي چې د چاپېر ککړتيا له امله ډېرى تنفسي ناروغۍ، جلدي، د سترګو او نورې ډېرې ناروغۍ پيدا کېږي.

هغه وايي چې د چاپېريال پاک ساتلو لپاره د حکومت تر څنګ خلک هم بايد د ښار په پاک ساتلو کې خپل رول ولوبوي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د پلان رييس کاظم همايون هم يادې ستونزې تاييدوي او زياتوي چې په کابل ښار کې د موټرو د زياتوالي له امله فضا ککړه شوې ده.

خو نوموړى وايي چې په کليو او لرو پرتو سيمو کې بيا د هوا د ککړوالي اندېښنه کمه ده؛ ځکه چې هلته موټر هم کم دي.

همايون پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې د ژمي پر مهال د هوا ککړوالى زيات وي؛ ځکه چې ډېرى خلک په بخاريو کې لرګي او د ډبرو سکاره کاروي چې له امله يې لوګي هوا ته پورته کېږي او بيا ترې ستونزې جوړېږي.

د هغه په وينا، د کابل نفوس شپږ ميليونه دى او هر یو چې د ورځې نيمه کيلو کثافت يا مرداري توليد کړي؛ نو د ورځې درې ميليونه کيلوګرامه کثافات کېږي چې دا په خپله د هوا د ککړتيا ستر لامل دى.

کاظم وايي چې خلک د ښاري ژوند له کلتور سره بلد نه دي او په دې برخه کې ورته عامه پوهاوى هم نه دى شوى.

نوموړي وويل چې حکومت په دې برخه کې ځيني قوانين هم جوړ کړي، خو په تطبيق کې يې له ستونزو سره مخ دي.

د چاپېرساتنې ادارې د پلان رييس زياتوي چې خلک په کورونو او فابريکو کې د ډبرو سکاره، پلاستيک او له نورو توکو استفاده کوي چې بيا ترې هوا ککړېږي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې اوبه هم کمې شوې دي او د سيپټيکونو له امله دا اوبه ککړې شوې هم دي چې ورسره بېلابېل ډول ناروغۍ پيدا شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړيوال سازمان په کابل کې ککړ چاپېریال د لشمانيا او نورو ناروغيو د خورېدو اصلي لامل بولي.

يو شمېر کارپوهان وايي چې د چاپېریال ککړتیا او پاکوالي ته نه پاملرنه د بېلابېلو ناروغیو لکه د پوستکي د سرطان، سالدانه او تور زېړي د ناروغیو د خورېدو لامل کېږي.

د کابل د يوه شخصي پوهنتون محصل فاروق عظيمي وايي چې که افغان حکومت او خلک په ګډه چاپېریال ساتنې ته پاملرنه ونه کړي، تر راتلونکو څو کلونو به په کابل ښار کې ژوند ګران وي.

بلخوا د افغانستان د چاپېريال ساتنې ادارې مشر شاه زمان ميوندي هم يادې ستونزې مني او زياتوي چې دوى په دې برخه کې ځيني اقدامات په پام کې لري.

هغه چې څه موده مخکې په کابل کې يې په دې اړه يوې غونـډې ته وينا کوله، زياته کړه: "د هېواد د چاپېرال اوسنی وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى، په ځانګړي ډول د کابل د ښار هوا، اوبه او خاوره تر بل هر ښار زيات ککړ شوي چې له امله يې هره ورځ زموږ د هېوادوالو روغتيا او چاپېريال تر تاثيراتو لاندې دي او زموږ خلک په بېلابېلو خطرناکه ناروغيواخته کوي."

ميوندي ويلي وو، د هوا ککړتيا د خطرناک او پټ دښمن په توګه زموږ د خلکو روغتيا له جدي ګواښ سره مخ کړې او د ماشومانو د جسمي، روحي، نفس تنګۍ او ان د مړينې ډېرېدو لامل شوې ده."

د هغه په وينا، د نفوس ډېرېدل، د بې کيفيته سون توکو کارول، د داسې موټرو او ماشين الاتو ډېرېدل چې دود کوي، په هوا کې د معلقو ذرو رامنځته کېدو لامل دي او دغه ذرې د ډول ډول ناروغيو لامل شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب مشر بشيراحمد حميدي وايي چې د دغه وزارت د موندنو له مخې، په هېواد کې ۲۶ سلنه مړینې د هوا ککړتيا له امله دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement