ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيکان د جلال اباد د پروني بريد څېړنه غواړي

سيکان د جلال اباد د پروني بريد څېړنه غواړي

author avatar
2 Jul 2018 - 15:13
سيکان د جلال اباد د پروني بريد څېړنه غواړي
author avatar
2 Jul 2018 - 15:13

جلال اباد (پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۷): وروسته له هغه چې ننګرهار مېشتي سيکان د داعش وسله والو د يو ځانمرګي بريد ښکار شول، دوی د يادې مرګونې پېښې د جدي څېړنې او عاملينو د مجازات غوښتنه کوي.

پرون په داسې حال کې چې ولسمشر هم ننګرهار کې موجود و، تر غرمې وروسته درې نيمې بجې هغه مهال چې شاوخوا پنځه ويشت هندوان اوسيکان ولسمشر سره د ليدنې په خاطر ورتلل، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان واټ سيمه کې پرې ځانمرګی بريد وشو.

په دغه بريد کې د ١٧ سيکانو په ګډون ۱۹ کسان ووژل شول، ۲۰ کسان نور ټپيان شول چې شاوخوا ۷ کسان يې سيک دي او په وژل شوو کسانو کې ولسي جرګې ته د سيکانو يواځينی کانديد اوتار سنګهـ خالصه هم شامل دی.

ننګرهار مېشتو هندوانو اوسيکانو نن د خپلو وژل شوو خپلوانو په وروستيو مراسمو کې د يادې پېښې د جدي څېړنې او د عاملينو د مجازات غوښتنه يې وکړه.

دوی دغه راز د پېښې په ځای کې مسوول امنيتي سرتېري په نه همکارۍ تورن کړل او تور يې پورې کړ چې ډېر کسان د دوی د نه همکارۍ له امله مړه شول.

ولسي جرګې ته د سيکانو د يواځيني کانديد اوتار سينګهـ زوی نرېندر سينګهـ غوښتنه وکړه چې د پرونۍ پېښې دقيقه څېړنه بايد وشي، چې څنګه يو ځانمرګی په دومره ډېرو تالاشيو او شديدو امنيتي تدابيرو کې دغه ځای ته رسېدلی.

هغه زياته کړه، دوی د يادې پېښې د عاملينو د مجازات غوښتونکي دي او که يې عاملين ونه نيول شي؛ نو دوی به په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي.

د دوی له ډلې يو هم ګوربېت سنګهـ دی، چې پرون له يادو کسانو سره موجود و او له بريده روغ وتلی. دی وايي چې په څلورو موټرو کې ولايت مقام ته روان وو او شمېر يې له پنځه ويشت کسانو زيات و.

نوموړي زياته کړه:((موږ سهار ولاړو خو راته وويل شول چې تاسو درې نيمې بجې راشئ، کله چې تر غرمې وروسته بيا ولاړو، د پوستې خوا کې ودرېدو يو څو دقيقې ولاړ وو، چې پر موږ چاودنه وشوه، عسکرو راته يواځې کتل زموږ ملګري سوځېدل، دوی يې د انتقال برخه کې هم مرسته نه کوله.))

دغه راز ګلجيت سيګهـ خوږياڼيوال هم ورته شکايت لري او وايي چې پوليسو د دوی د کسانو په ژغورلو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

د نوموړي په وينا، ملګري يې په سرو لمبو کې سوځېدل؛ خو هېچا يې مرستې ته نه دي وردانګلي او پوليسو خو عامو خلکو ته هم د همکارۍ اجازه نه ورکوله.

دی وايي، که د پېښې څېړنه ونه شوه؛ نو دوی به د خپل حق غوښتلو په خاطر لاريون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.