ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله طالبانو ته د امن سمیو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ

عبدالله طالبانو ته د امن سمیو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ

author avatar
2 Jul 2018 - 16:48
عبدالله طالبانو ته د امن سمیو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ
author avatar
2 Jul 2018 - 16:48

 کابل(پژواک،١١چنګاښ ۹۷): اجرايیه رییس طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ او وايي، دا طرحه ترهګرو ډلو ته د پټنځای ورکولو، د انساني او بشر ضد اعمالو او د نشه يي توکو قاچاق ته د اجازې ورکولو معنا لري.

 اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وويل، طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه یاده شوې وه؛ خو دا طرحه په هېڅ ډول د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره برابره نه ده او نه ورسره برابره وه.

نوموړي دې ته په اشاره چې وړاندې شوې طرحه د خلکو په ګټه نه، بلکې د دوی په زیان ده وویل، افغانستان د هغو خلکو لپاره د امن کور دی چې په هېواد کې د سولې امن او ارامۍ غوښتنه کوي.

 نوموړي زیاته کړه: ((ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو سپارل چې وروسته به له هغه ځایه انساني او بشر ضد کړنې ترتيب او د نشه يي توکو قاچاق به پیل کړي د حل لاره نه ده او په هېواد کې د سولې له راتلو سره مرسته نه کوي.))

نوموړي څرګنده کړه چې تل پاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده؛ خو دا له دې لارې نه.

دا په داسې حال که ده چې په دې ورستیو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه وړاندې کړې وه او له طالبانو یې د بین الافغاني سولې د منلو غوښتنه کړې، په کابل کې دې د طالبانو دفتر پرانیستل شي او د امن سیمي په څرنګوالي دې د طالبانو له مشرانو او د دوی له کورنیو سره خبرې وشي.

 خو ولسمشر غني هم طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو د طرحې په تړاو ويلي: (( هېڅ ډول پټ جوړجاړی نه رامنځ ته کېږي، د سولې د خبرو ډله به له بېلابېلو قومونو څخه جوړه شي او باید د یو حقوقي او ملي میکانیزم له مخې پایلې ته ورسېږو. طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه د حکومت نه ده او هېڅ سیمه به چاته ونه سپارل شي.))

 

د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم وسله والو ډلو ته د دولت له لوري د امن سیمو د سپارلو له طرحې سره ښکاره مخالف کړی او ویلي يې دي چې وسله والو ډلو ته د امن سیمو سپارل به هېواد د وېشلو پر لوري روان کړي.

 بل خوا بیا ډاکتر عبدالله د وزیرانو د شورا نننۍ ناستې ته د کوچني اختر دوه طرفه اوربند ته په اشاره وویل: (( د اختر درې ورځنی اوربند د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او خلکو په امن فضا کې ژوند وکړ، د جنګ له پای ته رسېدو وروسته حکومت خپلې ارادې ته دوام ورکړ او بیا یې اوربند اعلان کړ؛ خو له بده مرغه مقابل لوري منفي ځواب ورکړ، جګړه یې وغځوله او اوربند یې ونه کړ.))

اجرايیه رییس د اوربند د ترسره کولو طریقې ته په اشاره وویل، که د اوربند په اړه ډېرې سلاوې شوې وای نو هغه اندېښنې به چې یو شمېر افغانانو درلودې هم له منځه تللې وې او دا هغه څه دي چې له تېر اوربند څخه مو زده کړل.

 همدارنګه عبدالله په جلال اباد کې پر هندوانو او سکانو باندې برید وغانده او ويې ویل، پر مذهبي اقلیتونو برید یو جرم دی او د دوی د امنیت ساتنې په برخه کې باید جدي هڅې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.