ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : هغه ستونزې چې په تدبېر حلېږي باید په قوه حل نه شي

غني : هغه ستونزې چې په تدبېر حلېږي باید په قوه حل نه شي

author avatar
2 Jul 2018 - 16:21
غني : هغه ستونزې چې په تدبېر حلېږي باید په قوه حل نه شي
author avatar
2 Jul 2018 - 16:21

جلال اباد (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٧) : ولسمشر غني د ننګرهار بېلابېلو خلکو سره په ليدنه کې ويلي، هغه ستونزې چې په تدبېر حلېږي باید په قوه حل نه شي.

ولسمشر دغه څرګندونې د چنګاښ په ١١مه، جلال اباد ته د خپل سفر په دويمه ورځ له بېلابېلو خلکو سره دليدنې پر مهال کړې.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن سهار په جلال اباد ښار کې د ننګرهار له ولسوالانو سره په شاهي ماڼۍ کې وکتل.

د غونډې په پیل کې  نعمت الله نورزي د نورو ولسوالانو په استازیتوب له افغان طالبانو سره سولې ته د چمتووالي لپاره  د یو اړخیز  اوربند د نوښت په خاطر د جمهورريیس قدرداني وکړه ويې ویل، تاسې یاست چې نړیواله اجماع مو رامنځته او ټوله نړۍ مو په دې قانع کړه چې د افغانستان جنګ ناروا دی.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې خپلې له ولسمشر سره  خپلې ستونزې شريکې کړې.

ولسمشر غني وويل، هرڅوک چې له حکومت سره له مخالفته لاس اخلي او دولت ته راځي هغوی افغانان دي، ولسوالان د حکومت او ولس ترمنځ د وصل وسیله او پول دی، تاسې باید ولسونو ته دا واضح کړئ چې غوښتنې یې پر وخت او امکاناتو ته په پام ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، ولسواکي په تاسې پورې تړلې ده او باید د ولس په نبض پوه شئ، هغه ستونزې چې په تدبېر حلېږي باید په قوه حل نه شي.

ولسمشر غني د امنیت د ښه والي په برخه کې له ولسوالانو څخه د واضح طرحو او وړانديزونو د جوړولو غوښتنې ترڅنګ وویل، د لویو لارو او نورو پروژو د عملي کولو په برخه کې باید ولسونه قانع کړئ چې د پروژو په تطبیق کې خپله هراړخیزه همکاري وکړي.

دغه راز ولسمشر نن تر غرمې مخکې په جلال اباد ښار کې دملکي ادارو له نویو مقررو شویو مسوولینو سره وکتل. 

په دغه کتنه کې د ننګرهار د ملکي ادارو نویو مقررو شویو مسوولینو د خپلو اړوندو ادارو په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ  د اصلاحاتو بهیر پر وړاندې شته خنډونه له جمهورريیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د اصلاحاتو بهیر د ښه تطبیق په موخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د ننګرهار والي په ګډون یې ټولو اداري مسوولینو ته وویل، د اداري اصلاحاتو د تطبیق له پلوه ننګرهار باید په نمونه یي ولایت بدل شي او د دې لپاره یې دوی ته د یوې جامع او هر اړخېزې طرحې د برابرولو لارښوونه وکړه.

دغه راز ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د ننګرهار د حج او اوقافو پخواني رييس مولوي عبدالظاهر حقاني له کورنۍ سره په شاهي ماڼۍ کې وکتل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.