ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې

په هلمند کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې

author avatar
2 Jul 2018 - 12:49
په هلمند کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې
author avatar
2 Jul 2018 - 12:49

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۷): په هلمند کې د امنيتي ستونزو له امله شپږ سوه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې کېږي او تر څنګ يې په دغه ولايت کې د پوليو يوه نوې پېښه هم ثبت شوې ده.

دغه څرګندونې د چنګاښ په ١١مه د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر امين الله عابد د ګوزڼ د واکسين د کمپاين د پيل پر مهال يوې خبري غونډې ته وکړې.

د هغه په وينا، طالبانو پرېکړه کړې چې ټول ماشومان بايد په جوماتونو کې واکسين شي، خو دغه کار بيا د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ خلاف دى.

هغه وايي: ((دوه مياشتې وړاندې په هلمند کې د طالبانو والي ملا منان د مخابرې له لارې ټولو مسوولينو ته خبر ورکړی چې د بهرنيو ځواکونو له هوايي بريدونو د عامو خلکو او د واکسين د رضاکارانو د ژوند ساتلو په موخه بايد د ګوزڼ واکسين په جوماتونو کې ترسره شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ٧٨٥زره ماشومانو ته بايد د ګوزڼ واکسين وشي خو د طالبانو د دې نوې پرېکړې له مخې شپږ سوه زره ماشومان له دغه واکسين څخه پاتې کېږي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې که واکسين په جومات کې ترسره شي نو څه ستونزې به ولري وويل: ((د عامې روغتيا وزارت پاليسي ده چې واکسيناتوران بايد کور په کور واکسين وکړي؛ ځکه يو شمېر خلک خپل نوي زېږېدلي ماشومان له کوره نه باسي او بله دا چې په ډېرو کورونو کې سړي نه وي نو ښځې جومات ته نه راځي، له همدې امله بيا ډېر ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.))

عابد وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه دوى له ديني عالمانو، قومي مشرانو او طالبانو سره خبرې کړې دي خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

دغه راز د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر همت وويل چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليو يوه نوى پېښه هم ثبت شوې ده.

په همدې اړه د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکتر عصمت الله همت وويل چې د ګوزڼ دغه نوى پېښه د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سيمه کې ثبت شوې ده.

هغه وايي: ((له څه مودې راهيسې په دې سيمه کې جګړه ده نو ماشومان يې له واکسين څخه پاتې دي.))

د همت د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د يو درې نيم کلن ماشوم دواړه پښې فلج شوې دي.

د هلمند د عامې روغتيا رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د پوليو پنځه پېښې په کندهار، يوه په ننګرهار، دوه په کونړ او دا بله تازه پېښه يې په هلمند کې ثبت شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.