ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دتخار د ثبت احوال نفوس تښتول شوي درې کارکوونکي خوشې شول

author avatar
3 Jul 2018 - 21:36
author avatar
3 Jul 2018 - 21:36

تالقان (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷) : ځایي چارواکي وایي، چې د  تخار د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې درې برمته شوي کارکونکي خوشې شول.

د تخار د نفوسو ثبتولو ادارې د کاغذي پېژندپاټو د وېش امر سید امین الله سادات  دچنګاښ په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن ماښام په خواجه غار ولسوالۍ کې ددغې ادارې درې برمته کړي کارکوونکي خوشې کړل. 

سادات وایي وسله والو طالبانو ددغې ادارې دغه درې قراردادي کارکونکي د ځایي قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړي؛ خو یو رسمي کارکونی یې د نامالومو دلایلو له مخې ساتلی دی. 

دی وایي چې طالبانو سره د دغې ادارې د یوه برمته شوي کارکونکي برخلیک لاهم مالوم نه دی؛ خو د هغه د خوشې لو هڅې دوام لري. 

له بنده یوه را خلاص شوي دولتي کارکونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې طالبانو دوی دولت سره د نه کارکولو په شرط پرې اېښي دي.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو له دوی څخه ضمانت لیکونه هم اخیستي چې دولت سره به کار نه کوي. 

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د تخار د نفوسو احوال ثبتولو ادارې دغه څلور کار کونکي تېره ورځ دوه بجې د خواجه غار ولسوالۍ د ټایمني سیمې اسېدونکو ته د پېژندپاڼو وېشلو په مهال طالبانو برمته کړي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.