ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د امنيت پخوانى امر رحيم الله بې وسلې او ونيول شو

د اروزګان د امنيت پخوانى امر رحيم الله بې وسلې او ونيول شو

author avatar
3 Jul 2018 - 12:07
د اروزګان د امنيت پخوانى امر رحيم الله بې وسلې او ونيول شو
author avatar
3 Jul 2018 - 12:07

ترينکوټ (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷): د اروزګان د پخواني امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور رحيم الله چې د امنيت امر هم و، د دولتي ځواکونو له خوا بې وسلې او نيول شوى دى.

بلخوا په سوېل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان په اروزګان ولايت کې د نامسووله وسله والو د بې وسلې کېدو او د زور واکو پر وړاندې د قانوني چلند امر کړى دى.

د قول اردو قوماندان تورن جنرال امام نظر بهبود دغه څرګندونې په اروزګان کې د ملي اردو په څلورمه پلې لوا کې د قومي مشرانو يوې غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړه، تردې وروسته چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د خپل ټوپک په وسيله پر خلکو ظلم وکړي او يا هم غير قانوني کړنې ترسره کړي.

جنرال بهبود له  قومي مشرانو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې هغه کسان چې د دولت وسلې په واک کې لري،ژر تر ژره يې وسپاري او که چېرې ويې نه سپاري؛ نو د هغوی پر وړاندې به نظامي عمليات ترسره کړي.

د هغه په وينا، ددغه ولایت يو شمېر کسان د امنيه قوماندانۍ اړوند ۴۱۰ ميله وسلې په غير قانوني توګه له ځان سره ګرځوي او د همدې وسلو پر مټ په ترينکوټ کې ناقانونه چارې ترسره کوي.

بهبود وويل، د ولسمشر په امر  په دغه ولایت کې د رحيم الله په نوم هغه کس ونيول شو چې د نا قانونه وسلو په مرسته يې په ترينکوټ ښارکې د ملي امنيت له ځواکونو سره وسله واله نښته کړې وه.

هغه وايي، له رحيم الله څخه يو هاموې ټانګ، د پوليسو يو رېنجر يوه ميل پيکا، ۶ ميله وسلې او يو شمېر نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د يادونې ده چې رحيم الله د اروزګان د پخواني امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور دى او تر دې مخکې د اروزګان د امنيت امر په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

تېره اوونۍ يې په ترينکوټ ښار کې د ملي امنيت له ځواکونو سره په نښته کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ د ښاريانو ګڼ شمېر دوکانونه او موټر هم سوځولي وو.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزی وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ښارکې امنيتي وضعيت ښه شوی او د هغو کسانو پر وړاندې هم قانوني چلند شوی چې زور واکي دي او يا هم  ناقانونه چارې ترسره کوي.

هغه زياته کړه، لاهم ګڼ شمېرکسان ددوی اړوند ۴۱۰ ميله وسلې او ګڼ شمېر وسايط په خپل واک کې لري او که چېرې هغوی يې قوماندانۍ ته تسليم نه کړي؛ نو په زور به ترې واخیستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.