ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی

د جلال اباد ښار د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی

author avatar
3 Jul 2018 - 09:25
د جلال اباد ښار د وروستۍ پېښې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی
author avatar
3 Jul 2018 - 09:25

جلال اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار والي وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر افغان سيکانو د وروستي ځانمرګي بريد د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او زیاتوي چې په دنده کې له غفلت کوونکو مسوولينو سره به قانوني چلند وشي.

حيات الله حيات دا څرګندونې د چنګاښ په ۱۱مه د جلال اباد ښار د سيکانو په مرکزي درمسال کې دغه مذهبي لږکيو ته د غمرازۍ شريکولو پر مهال وکړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۲مه پژواک ته وويل چې د ننګرهار والي د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو، ولایتي شورا غړو او مخورو په ملتیا د اهل هنودو هېوادوالو د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي وښوده او هم يې د ولسمشر له لوري له دوی سره نغدي مرسته وکړه .

خوږياڼی زياتوي، والي حیات الله حیات په داسې حال کې چې د ولایت امنیتي او ملکي ادارو رهبري، د ولایتي شورا غړو، د ولسمشر سلاکار او ورسره راغلي پلاوي، قومي مشرانو، علماوو کرامو او د بېلابېلو قشرونو استازو یې ملتیا کوله، پرون ماښام ناوخته اهل هنودو هېوادوالو د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ او غمشریکې په موخه د جلال اباد مرکزي درمسال ته ولاړل او د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ یې د ولسمشر له لوري هغوی ته نغدي مرسته هم وسپارله .

نوموړي د اهل هنودو هېوادوالو د قربانیانو له کورنیو سره د ولسمشر، ولایتي ادارې او د ننګرهار د ولسونو د خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل .

هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل، په ننګرهار کې د نورو په څېر به د اهل هنودو وطنوالو ټولو حقونو ته درناوی وکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر دوی ظلم او زیاتی وکړي .

حيات زياته کړه: ((د هېواد دښمنانو داعشیانو زموږ د اهل هنودو هېوادوالو په وژلو سره وښوده چې دوی د هېڅ مذهب، دین او فرهنګ پیروان نه دي او هېڅ ډول ارزښتونو ته درناوی نه لري.))

د ننګرهار والي وویل، د پېښې د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی او که له څېړنې وروسته په کې د امنیتي ارګانونو نیمګړتیا ثبوت شوه، قانوني چلند به ورسره وشي .

د جلال اباد په مرکزي درمسال کې د اهل هنودو هېوادوالو د ننګرهار والي په مشرۍ له ټولو ورغلو مسوولینو او مخورو مننه وکړه چې له دوی سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک کړ او ورته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د يادولو ده، دوه ورځې مخکې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې هغه مهال د اهل هنودو او سيکانو پر موټرو ځانمرګی بريد وشو چې دوی د ولسمشر سره د ليدنې لپاره د ولايت مقام ته ورتلل.

په دغه بريد کې د ۱۷ سيکانو په ګډون ۱۹ کسان ووژل شول او د ۷ سيکانو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپيان شول.

د دغه بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.