ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۷۱ وړې ډلې فعالې دي

چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۷۱ وړې ډلې فعالې دي

author avatar
3 Jul 2018 - 14:12
چارواکي: ننګرهار کې د داعش ۷۱ وړې ډلې فعالې دي
author avatar
3 Jul 2018 - 14:12

جلال اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د داعش ډلې ۷۱ واړه ګروپونه فعال دي چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.

بلخوا د دغه ولايت امنيه قوماندان په ننګرهار کې د داعش وسله والو شمېر تر زرو پورته نه ګڼي، خو وايي، د جلب او جذب لړۍ دوام يې د دې ډلې د له منځه وړو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

د ننګرهار والي حيات الله حيات چې څو ورځې وړاندې يې د دغه ولايت د ملي امنيت په رياست کې د سولې له پروسې سره د يو شمېر وسله والو د يو ځای کېدو په تړاو رسنيو ته معلومات ورکول، ومنله چې دلته د داعش ډلې ۷۱ واړه ګروپونه فعال دي.

هغه زياته کړه: ((دا چې څومره په کې بهرنيان دي او څومره يې افغانان دي، دقيق شمېر يې معلوم نه دی؛ خو ننګرهار کې ۷۱ کوچني ګروپونه د داعش ډلې فعال دي چې تعداد يې کله کم او کله زيات وي.))

ده وويل، د دې ډلې د ځپلو لپاره د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري وخت ناوخت شپني، چاڼيز او د ځپلو عمليات ترسره کېږي او لا هم په دې برخه کې بېلابېل پلانونه شته دي.

والي وايي، اوس يې پر يوه نوې پروسه کار پيل کړی؛ په دې پروسه کې هغه ستراتيژيکې نقطې د دولت تر کنټرول لاندې راوستل کېږي او امنيتي پوستې جوړېږي چې ترې د تهدید وېره شتون لري.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان د دې ډلې د ځپلو لپاره د خپلو امنيتي سرتېرو د چمتووالي خبره کوي او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې بېلابېل پلانونه جوړ شوي دي.

مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، له طالبانو سره د حکومت يو طرفه اوربند د داعش پر وړاندې هم د عملياتو مخنيوی کړی و؛ ځکه نه معلومېدل چې کوم داعش وسله وال دي او کوم طالبان دي.

هغه مني چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د وسله والو شمېر تر زرو نه اوړي، خو وايي، جلب او جذب يې د بشپړ له منځه وړلو په لاره کې لوی خنډ دی.

د ستانکزي د معلوماتو له مخې: ((له بهرنيو هېوادونو هم وسله وال راځي او دلته هم جذب او جذب روان دی؛ نو له يوې خوا يې موږ له منځه وړو له بلې خوا نور وسله وال راځي چې دا يوه لويه ستونزه ده.))

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا غړي د وسله والو د شمېر په اړه د امنيتي ادارو ارقام ګونګ او د نه منلو وړ ګڼي.

د دې شورا غړي اسرارالله مراد پژواک ته وويل، سره له دې چې هره ورځ د وسله والو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي، په پيل کې هم د دې ډلې د غړو شمېر زر کسه اعلان شوی و او اوس هم زر کسان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.